|
له ١٦ کالو وروسته د لغمان نجونې فارغې شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له شپاړلس کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره په لغمان ولايت کې د نجونو له يوې لېسې څخه ٢١ نجونې فارغې شوې دي . . دغه زده کوونکې د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د مستورې له عالي لېسې څخه فارغې شوي دي ، دغه ليسه او په لغمان د نجونو نور ښوونځي د ډاکټر نجيب د حکومت تر نړيدو وروسته د طالبانو تر نسکوريدو پورې تړل شوي و. . د لغمان والي حاجي گلاب منگل بي بي سي ته وويل په دغه ولايت کې شاوخوا ٤٠ زره نجونې اوس په زده کړه بوختې دي . ښاغلي منگل په ١٦ کلونو کې د نجونو د فارغيدو پر چارې خوښي وښووله او هيله من و چې راتلونکى کال به دغه شميره له ٥٠ تر ١٠٠ پورې رسيږي . د لغمان په ولايت کې د نجونو يوازې اته لېسې شته . فارغو شويو زده کوونکيو وويل چې په ډېرو سختو شرايطو کې يې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي . په دې وروستيو کې د لغمان اوسيدونکو د لوړو زدکړو له وزارت څخه غوښتي و چې ځينې پوهنځي په دغه ولايت کې پرانيزي . د دوى استدلال دا و چې نجونې د لوړو زدکړو لپاره نورو ولايتونو ته نه شي تللاى او ډيرى هلکان هم د اقتصادي ستونزو له امله په نورو ولايتونو کې لوړو زدکړو ته دوام نه شي ورکولاى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||