|
وسله والو ٢زده کونکې وژلې او٦يې ټپيانې کړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د لوگر په ولايت کې د يوۀ ښوونځي دوه تنه زده کوونکې د وسله والو کسانو د بريد په ترڅ کې وژل شوي دي او شپږ تنه نورې ټپيانې شوي دي . د پوهنې افغان وزير محمد حنيف اتمر وويل دوه تنو موټر سايکل چلوونکو له هغې وروسته د قلعه يې سيدان د ښوونځي پر زده کونکو بريد وکړ چې دوى خپل درسي ساعتونه پاى ته رسولي وو . دافغانستان د پوهنې د وزارت چارواکي وايي چې دغې پيښې يو ځل بيا دزده کونکو ،ښونکو او د ښونځيو د ودانيو په اړه انديښنې راولاړې کړي دي . بريد هغه مهال وشو چې زده کوونکې له ښونځي څخه رخصت شوې او درسي ساعتونه يې پاى ته ورسيدل . د افغانستان د پوهنې وزير ووېل دوه تنو موټر سايکل چلوونکو چې مخونه يې پوښلي وو د لوگر په ولايت کې د قلعه يې سيدان د ښوونځي د زده کونکو پر يوې ډلې ډزې وکړې چې دوه تنه زده کونکې يې ووژلې او شپږ تنه نورې يې ټپيانې کړې . دا په دې وروستيو مياشتو کې د ناپيژندل شو وسله والو له خوا پرهغو نجونو چې په ښوونځي کې زده کړې کوي ،مخامخ بريد دى. دې بريد يو ځل بيا چارواکي د زده کوونکو ، ښوونکو او د ښوونځيو د ودانيو د ساتلوپه اړه په فکرونو کې وغورځول . ښاغلي اتمر وويل دقلعه يي سيدان د ښونځي پر زده کونکو مرگوني بريد دده ادارې ته ټکان ورکړى او ډيرې انديښنې يې راولاړې کړي دي .
(( دوه تنه چې ويل کيږي پر موټر سايکل سپاره وو ، دغه وسله وال بريد يې پر افغان نجونو کړى دى او د لارې په سر کې ورته ولاړ وو . څو دقيقې مخکې ما د يوې زده کونکې له کورنۍ سره خبرې وکړې . دا ډيره لړزونکې او وحشتناکه پيښه ده . دا پيښه د افغانستان په تاريخ کې ډيره وحشتناکه ده او زه فکر کوم چې ټولې نړيوالې ټولنې ته د غندلو وړ ده .)) د لوگر په ولايت کې پر ښځينه زده کونکود دغه وسله وال بريد خبر په کابل کې د هالنډ په مرسته ديو مليون ډالرو په لگښت د افغانستان دبغلان په ولايت کې د څو ښونځيو د جوړولو د هوکړې له لاسليک څخه يوازې دوه ساعته وړاندي خپورشو . د پوهنې وزير بريد کونکي د افغانستان کمزړي دښمنان وبلل خو دا يې ونه ويل چې ددغه بريد تر شا به د کومې ډلې يا شخص لاس وي . که څه هم په دې وروستيو مياشتو کې پر ښونځيو او زده کونکو د بريدونو خبرونه کم شوي دي خو دغې پيښې وښوده چې د ښونځيود ساتلو لپاره ددولت پريکنده گامونو وچتولو ته لا هم اړتيا ده . د افغانستان د پوهنې وزارت وايي له هغې وروسته چې پر ښونځيو بريدونه ډير شول ، ددغه هيواد ٩٠ په سلو کې ښونځي اوس د خلکو د سيمه ييزو جرگو په ملاتړ ساتل کيږي چې دغه وزارت يې امنيتي حالت د ډاډ وړ ښيي . خو د پوهنې د وزارت د وروستيو شميرو له مخې د تير ميلادي کال د جنورۍ د مياشتې راهيسې ١٩٠ ښونځي د افغانستان په گوډ گوډ کې سوځول شوي او يا تر بريد لاندې راغلي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه م. م : د ښونځيو پر ماشومانو بريدونه مه کوى23 فبروري, 2006 | خبرونه د غزني والي خلک د اورپکو په ملاتړ تورن کړل11 مۍ, 2006 | خبرونه په بدخشان او بلخ کې ښوونځي سوځول شوي17 مۍ, 2006 | خبرونه ښونځيوته نوي درسي کتابونه ويشل کيږي04 جون, 2006 | خبرونه ښوونې وزارت د ښوونکو تنخواه گانې لوړوي07 جنوري, 2007 | خبرونه حنيف اتمر : دطالبانو ډول ښونځي نه غواړو 22 جنوري, 2007 | خبرونه په کابل کې پښتو ښوونځي پيليږي25 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||