BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:45 گرينويچ 2006 ,17 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په بدخشان او بلخ کې ښوونځي سوځول شوي

بدخشان
دا دويم ځل دى چې په بدخشان کې ښوونځي سوځول کيږي
د افغانستان د بلخ او بدخشان په ولايتونو کې د نجونو دوه ښوونځي سوځول شوي دي. د دغو ولايتونو چارواکي وايي د ښوونځيو دغه سوځونه چې په يوۀ وخت ترسره شوې د وسله والو کسانو له خوا شوې ده .

که څه هم په تير يوۀ کال کې د ښوونې و روزنې د وزارت په وينا تر ٩٠ ډير ښوونځي په افغانستان کې سوځول شوي دي .

په يو وخت كې د دوه ښونځيو سوځولو چارواكو ته ټكان وركړى دى . د چارواكو په وينا دغه دواړه ښونځي د ناڅرګندو وسله والو كسانو له خوا سوځول شوي دي .

د بلخ د چمتال په ولسوالۍ كې دا دويم ځل دى چې د نجونو يوۀ منځني ښونځي ته اور ورته كيږي . دغه ښونځى چې د عرب مزاري په نامه ياديږي او ٨ ټولګي يې لرل ، نژدې ٦٠٠ تنو نجونو په كې زده كړې كولې .

د بلخ ولايت د پوهني سرپرست ريس وويل چې د ښونځي د ادارې سربيره زياتره ټولګي او درسي توكي د اور په لمبو كې ايره شوي دي او دده په وينا د ښونځي ودانۍ ته يې ډير زيان اړولى دى .

د عرب مزاري د ښونځي د ودانۍ د رغاونې كار په دې وروستيو مياشتو كې بشپړ شوى و .

څلور مياشتې وړاندې هم ددغې ولسوالۍ مركز ته څيرمه د نجونو پر يو ښونځي د شپې له خوا بمي بريد شوي وو چې له كبله يې ودانۍ او ځينې درسي توكي سوځيدلي وو .خو د عرب مزاري ښونځي ته د چارواكو په وينا اور له هغې وروسته ورته شوى دى چې نا څرګندو وسله والو كسانو د ښونځي دوه تنه ساتندويان په پړي كلك وتړل .

ها خوا د بدخشان ولايت اداري ريس بي بي سي ته وويل چې ددغه ولايت د درايم نومي ولسوالۍ يو لومړنى ښونځى چې نجونو او هلكانو په ګده زده كړې په كې كولې سوځول شوى دى . له دې وړاندې هم په دغه ولايت كې يو بل ښونځي ته اور ورته شوى وو چې په ترڅ كې يې د چارواكو په وينا د ښونځي درسي توكي او ټولګي له منځه لاړل .

د بدخشان ولايت چارواکي ادعا کوي چې ځينې كسان د افغان دولت له مخالفينو څخه د پيسو د اخيستنې په بدل كې د ښونځيو پر سوځولو لاس پورې كوي .

خو د بلخ ولايت د پوهني سر پرست ريس ددغو ښونځيو د سوځولو پړه مخامخ پروسله والو طالبانو واچوله او ويې ويل چې تر اوسه يې په تور څوك نيول شوي نه دي .

د بلخ والي عطا محمد نور پوليسو ته سپارښتنه كړې چې په سيمه كې شكمن كسان ونيسي او پلټنې ترې وكړي .

تيره اونۍ د سرپل په ولايت كې پر يو وخت ددوه ښونځيو سوځولو وښوده چې په دې سيمو كې هم هغو ډلو چې د ښونيزو مركزونو پر سوځولو لاس پورې كوي خپل فعاليتونه پيل كړي دي .خو د تيرې شپې پيښو دا ويره زياته كړې ده چې دغه نا څرګند كسان د افغانستان په شمال او شمال ختيځو ولايتونو كې خپل فعاليتونه ګړندي كوي .

يو ځايي ښونكي بي بي سي ته وويل ،كه په دې ولايتونو كې چارواكي د ښونځيو د سوځوني د بهير په مخنيوي كې پاتې راشي د هغو ماشومانو شميره ښايي زياته شي چې دولسمشر كرزي په وينا د ترهګرو فعاليتونو له كبله له زده كړو پاتې دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت