|
ښوونې وزارت د ښوونکو تنخواه گانې لوړوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ښوونې وزارت هغه افغانان کار کولو ته وربللي چې لوړې زدکړې لري . دا غوښتنه د ښوونې و روزنې وزير حنيف اتمر په داسې حال کې کړې ده چې وايي د دارالمعلمينو ، ديني مدرسو او د مسلکي تعليماتو د ښوونکو تنخواه گانې لوړوي . په افغانستان کې د داسې ښوونکو شميره لږ ده چې لوړې زدکړې لري ، ډير د دې علت د معاشونو کمښت ښيي . په افغانستان کې د ښوونکو معاشونه د ډيرو په گومان خورا لږ دي . د چارواکو په وينا هغو ښوونکو چې لوړې زدکړې يې لرلې تر اوسه پورې د مياشتې تر ١٠٠ ډالرو لږه تنخواه اخيسته . حال دا چې په نادولتي موسساتو کې د ډيرو کسانو مياشتنى عايد تر دې څو ځله ډير دى . د همدې له امله د معارف وزارت د داسې کسانو په جذبولو کې پاتې راغلى چې لوړې زدکړې لري . د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت همدې ستونزې ته په پام سره اوس غواړي چې د دغه ډول ښوونکو معاشونه ان يو په درې ډير کړي . د ښوونې او روزنې وزير حنيف اتمر د يوۀ خبري کانفرانس په ترڅ کې د دغه نوي گام سپيناوى داسې وکړ. ښاغلي اتمر په راتلونکي کال کې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د دارالمعلمين ، ديني مدرسو او مسلکي ليسو د جوړولو خبر هم ورکړ . د دې تر څنگ د ښوونې وزارت چارواکو د افغانستان په ٩ ولايتونو کې د ٣٦ ښوونځيو د جوړولو تړون له شخصي ساختماني شرکتونو سره لاسليک کړ . د چارواکو په وينا د دغو ښوونځيو د جوړولو کار به د نوي کال تر پايه بشپړ شي. | ورسره تړلي نور خبرونه د ښوونې وزارت ښوونځيو ته پيسې ورکوي12 نومبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||