|
د ښوونې وزارت ښوونځيو ته پيسې ورکوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ښونې او روزنې د څرنگوالي د لوړولو دغه پروگرام د کليو د بيارغونې ملي پيوستون ته ورته يو پروگرام دى چې تر مخه يې ښونځيو ته بېليدونکې پيسې به د ښونکو او د زده کونکو له مور او پلار څخه د جوړې شوې شورا له خوا لگولې کيږي . دغه پروگرام د پنځو ميليونو ډالرو په ارزښت د کابل له ښونځيو پيل شو . د پوهنې وزير محمد حنيف اتمر د پروگرام د پيل په مراسمو کې د وينا په مهال وويل چې زده کونکي او ښونکي تر نورو ښه پوهيږي چې ښونځي ته پر بيلو شويو پيسو کوم کارونه وشي . " کومو ځايونو کې چې خلک څارنه کوي ، هلته بډې نشته . کو مو ځايونو کې چې د زده کونکو مور او پلار څارنه کوي او ښونکي پريکړې کوي ، په دغو ځايونو کې به پيسې پر مهمو اړتېاوو لگول کيږي . د پوهنې يو وزير هم نه شي کولى چې له ښونکو او د زده کونکو تر مور او پلار د ښونځيو پر ستونزو ښه پوه شي .نو له همدې کبله بايد چې مالي امکانات هغو کسانو ته ورکړل شي چې تر نورو ښه پوهيږي چې بايد څه وشي ." د دغه پرواگرام ترمخه به ، د ٥٠٠ زده کونکو لرونکو ښونځيو ته ٢٠٠٠ ، د ١٠٠٠ زده کونکو لرونکو ښونځيو ته ٣٠٠٠ او له ١٠٠٠ څخه د زياتو زده کونکو لرونکو ښونځيو ته ٥٥٠٠ ډالره ورکړل شي . د پوهني وزير وويل چې ځينو ښونځيو وار دمخه يو لړ گټور پلانونه جوړ کړي چې دوى ته ورسپارل کېدونکې پيسې دې د ښونځيو پر کومو اړتېاوو ولگولې شي . ښاغلى اتمر وايي چې د ځينو ښونځيو شوراگانو ښونځيو ته د کمپېوټرونو د اخېستلو ، ځينو يې د کتابتونونو او لابراتوارونو د جوړولو او يو شمير نور و يې د ښونکو د روزنې غوښتنه کړې ده . په افغانستان کې د پوهنې سېستم اوسمهال له ډېرو نورو ستونزو سره هم مخامخ دى . يو زيات شمير ښونځي ودانۍ نه لري ، د مسلکي ښونکو شمير لږ دى او ټولو زده کونکو ته د زده کړې کتابونه نه دي رسيدلي . ښاغلى اتمر ددغو ستونزو پخلى کوي او وايي غواړي چې په دې برخه کې هم يو لړ پلانونه پلي کړي . " پنځوس په سلو کې د کابل په ښار او ولايت کې هغو ښونځيو لپاره به چې ودانۍ نه لري ، راتلونکو شپږو مېاشتو کې ودانۍ جوړې شي ." د پوهنې وزير محمد حنيف اتمر که څه هم چې ددغه ډول پروگرامونو او پلانونو پلي کيدل ، په هيواد کې د ښونې او روزنې د سېستم د څرنگوالي د ښه کيدو لپاره يو مهم گام بولي ، خو زياتوي چې ډېر وخت ته اړتيا ده چې په دې برخه کې ټولې شته ستونزې لېرې شي . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان د ښوونځيو نوى نصاب جوړوي26 اگست, 2006 | خبرونه اتمر : د ښوونځيو د ساتلو لپاره نوى پلان لرو22 مۍ, 2006 | خبرونه اتمر: د معارف په ادارو کې ژور اصلاحات راولم15 مۍ, 2006 | خبرونه اتمر : افغانان بايد په مورنۍ ژبه سبق ووايي04 مۍ, 2006 | خبرونه افغانستان د پوهنې نړيواله ورځ لمانځي22 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||