|
اتمر : افغانان بايد په مورنۍ ژبه سبق ووايي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ښوونې و روزنې نوي افغان وزير حنيف اتمر له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې نه يوازې د انډول يا متوازن تعليم غوښتونکى دى بلکې غواړي چې د هيواد په ټولو برخو کې ماشومان په خپلو مورنيو ژبو زده کړه وکړي . د بي بي سي له (( ستاسو غږ )) خپرونې سره په خبرو کې ښاغلي اتمر وويل په افغانستان کې د طالبانو له نسکوريدو راهيسته ٣٠٠ ښوونځي جوړ شوي دي چې د دوى په وينا په بل هيڅ وخت کې په دومره لنډې او کمې مودې کې داسې نه دي شوي . ښاغلي اتمر وويل افغانستان لا هم ٧٠٠٠ ښوونځيو ته اړتيا لري . افغان وزير وويل تر اوسه ٩٠ ښوونځي په افغانستان کې د هغه چا له خوا سوځول شوي چې دوى د افغانستان دښمنان وبلل . د بي بي سي د ستاسو غږ خپرونې د اوريدونکو پوښتنو ته په ځوابونو کې ښاغلى اتمر ژمن شو چې د ښوونکو ستونزو ته به پام کوي . دوى له ولسه وغوښتل چې لکه د خپلو کورونو غوندې د ښوونځيو د ساتنې لپاره هم بډې ورپورته کړي . د ښوونځيو سوځول افغان وزير د ولس او دولت دواړو ناکامي وبلله او ويې ويل چې ولس بايد په دې برخه کې له دولت سره ملاتړ واوسي . افغان وزير ژمنه وکړه چې مدرسو ته به هم پام کوي او هڅه به يې دا وي چې له ښوونځيو سره جوخت د ديني درس لپاره هم لاره پرانيزي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||