BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:49 گرينويچ 2006 ,22 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د پوهنې نړيواله ورځ لمانځي

زده کونکي
د پوهنې وزير نور محمد قرقين وويل په همدې کال کې به دوه زره ښونځېو ته ودانۍ جوړې کړي.او په ښونکو به د کورونو ځمکې ووېشي او د ٥ کلونو په ترڅ کې به د ښونځېو دودانۍ د نشتوالي ستونزه له مېنځه يوسي
نن دافغانستان په بېلا بېلو سيموکې د پوهنې ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه .

په کابل دافغانستان د پوهنې وزېر د نوي ښونېز کال دپيل په اړوند غونډې کې د افغان زده کونکو او ښونکو د ښونځيو د ستونزو دحل په اړه يو لړ ژمنې وکړي .

د کابل داماني ليسې په تالار کې د پوهنې د وزير لخوا ددې زنگ په وهلو سره په ټول افغانستان کې ١٣٨٥ ښونېز کال پيل شو .دغو مراسموته يو شمېر افغان چارواکې ښونکي او زدکونکي راغلي وو.

هر کال په افغانستان کې د حمل د مياشتې ٢ نېټه د پو هنې دورځې په نوم لمانځل کېږي . سږکال په دې ورځ دافغاتنستان د پو هنې وزېر نورمحمد قرقېن د پوهنې په ډگر کې د شته ستونزو د منلو سره سره له زده کورنکو او ښونکو سره گڼې وعدې وکړې . ده ووېل د تېر کال له همدې ورځې څخه يې تر ننه په ٢٧ ولايتونو کې څه باندې ١١ سوه ښونځې جوړ کړې اوسږکال به ٢زره نور ښونځي جوړ شي .

پر دې برسېره ښاغلي قرقين افغان زده کونکو او ښونکوته په خپلو خبرو کې دزېري په ډول وويل چې د ښونې او روزنې د کېفېت د ښه والي لپاره سږکال 5ميلون ډالره ددولت له بودېجې دپوهنې وزارت ته ورکول شوي او په همدې ډگر به ولگول شي.

نوموړي ووېل د يولړ تخنيکي او حرفوي ښونځيو جوړول د سږ کال په پلان کې دي . ده همدارنگه د ٢٤ زره د سواد او چټکو زدکړو د کورسونو څخه يا دونه وکړه او ويې وېل سږکال به د ښونکو دروزنې ٩ نوې موسسې جوړې کړې .

ښاغلي قرقين د ښونکو د ژوند د ښه والي په اړه د ددولت د رياست لخوا د تنخواگانو د لوړوالې دهڅو او د څمکو دويشلو څخه يادونه وکړه .چې دالړۍ روانه ده

خو په افغانستان کې زده کونکې د کتاب ،ودانې او ښونکې د معاش له کموالي سخت سرټکوي . خو دد غو ستونزو د حل پر وعدو سربېره ښاغلي قرقېن ووېل چېرته چې ٤٠ زده کونکي وې په خپله مورني ژبه ورته د لوست چارې برابروو

په افغانستان کې د ښونې ورځ پداسې حال کې لمانځل کيږي چې د هيواد په يو شمير ولايتونو کې د امنيت د کمزورتيا او د اورپکو د بريدونو له امله په سلگونو ښونځي بند دي او په زرگونو زده کونکي ښونځيو ته نشي تلاى

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت