BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 04:21 گرينويچ 2006 ,15 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اتمر: د معارف په ادارو کې ژور اصلاحات راولم

حنيف اتمر
د ښوونې و روزنې نوى وزير حنيف اتمر وايي په زرگونو داسې ښوونکي شته چې معاش اخلي خو خپله نشته .
دا شاوخوا ١٠ورځې وړاندې په رسمي توگه د معارف د وزير په توگه له معرفي کيدو وروسته ، د معارف له استازو او ښوونکو سره د محمد حنيف اتمر لومړنۍ پراخه غونډه وه .

د پوښتنو او ځوابونو دې پرانستې غونډې ته د مرکز او ولايتونود معارف د ادارو په چارواکو سربيره د کابل ښار شاوخوا ٥٠٠ ښوونکي وربلل شوي وو .

د غونډې موخه د ښوونې او روزنې د بهير په وړاندې د شته خنډونو ارزول وښودل شول .

خو تر ښوونکو وړاندې پخپله ښاغلي اتمر شته ستونزې په داسې جزياتو وارزولې چې ښوونکو ته د لا زياتو نيوکواو څرگندونو لپاره ډيرڅه پاتې نه شول.

په دې کې د ښوونځيو او ښوونکو امنيت ، د ښوونکو د مياشتنۍ تنخواه کمى او د سرپناه نشتوالى ، د مسلکي ظرفيتونو د کچې ټيټوالى ، د کتابونو، ميزونو او څوکيو ، ودانيو ، خيمو او داسې نورو له اړخه د ښوونځيو بيړنۍ اړتياوې اوداسې نور د شته نيمگړتياوو په توگه ياد شول .

د ښاغلي اتمر ټينگار دا وو چې تر هر څه لومړى بايد د يوه راڼه تشکيل په بنسټ د معارف اداره اصلاح شي .

ددې اړتيا يې د شاوخوا ١٠٠٠٠ داسې کسانو احتمالي شته والى وښود چې نومونه يې تش په نامه د ښوونکو په توگه د مياشتنۍ تنخواه په جدولونو کې شامل دي ، خو په عمل کې موجود نه دي .

ښاغلي اتمر وويل :

(( درنو همکارانو غواړم له تاسو سره سپينې خبرې وکړم . د ادارې کوم شکل چې ما په تيرو ١٠ ورځو کې وليد، زما د زغملو نه دى . د معارف داسې ريسان شته چې له زيات لټون سره سره يې زه په دې موده کې په مودلو نه يم بريالى شوى . بس بکسونه يې په لاس کې او په وکيلانو پسې ددې لپاره سرگردانه دي چې دلته او هلته يې مقرر کړي . تيره شپه اته بجې په خپل دفتر کې وم چې يو وکيل راغى . د يوه چا لپاره يې د معارف د رياست غوښتنه کوله او ټينگار يې دا وو چې گواکې ماته يې د باور رايه راکړې ده . ))

د دې په بدل کې د ښاغلي اتمر ژمنه دا وه چې معارف ته به ملي بڼه ورکوي خو په مقرريو کې به تړاوونو نه ، بلکه اهليت او وړتيا ته پام کوي . دغه راز يې د معارف په ادارو کې د ښځو د ونډې په پراختيا هم ټينگار وکړ .

ها خوا ښوونکو په خپل وار په تيرو څلورو کلونو کې له دوى سره د ولسمشر کرزي په گډون د بيلابيلو وزيرانو له لورې ،په پرله پسې توگه په شويو ژمنو کې پاتې راتلو ته په اشارې سره دا شک کاوه چې نوى وزير به گواکې خپلې ژمنې پوره کړي .

دې ټولو شکونو ته د ښاغلي اتمر ځواب دا وو چې يا به شته نيمگړتياوې له مخې ايسته کوي او يا به د معارف د وزير په توگه له دندې لاس په سر کيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت