BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 04:12 گرينويچ 2006 ,22 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اتمر : د ښوونځيو د ساتلو لپاره نوى پلان لرو

حنيف اتمر
د ښوونې و روزنې وزير حنيف اتمر د ښوونځيو ، ښوونکو او زدکوونکو ساتنې ته پر ولس غږ کوي .
د افغانستان د ښونې او روزنې وزارت وايي د ښونځيو او زده کونکو د امنيت ساتلو لپاره يې نوى تگلاره غوره کړې ده.

د افغانستان د ښونې او روزنې وزير محمد حنيف اتمر وايي په دې وروستيو کې د سولې د ښمنانو جنگي تکتيکونو ته بدلون ورکړى چې د دۀ په وينا د ښونځيو د سوځولواو د زده کونکو د وژلو له لارې غواړي د افغانستان معارف له منځه يو سي.

د افغانستان د ښوونې و روزنې وزير په يوې خبري غونډې کې وويل د ښونکو او زده کونکو وژنه او د ښونځيو سوځول د هيواد دښمنانو نوې تگلاره نه ده بلکې هغه پاليسي ده چې له مخکې جوړه شوې ده.

د افغانستان د ښونې او روزنې وزير محمد حنيف اتمر پر ښوونځيو باندې وروستيو بريدونو ته په اشارې سره وويل د افغانستان معارف له داسې بريدونو سره مخامخ دى چې وار دمخه پلان شوي دي .

ښاغلي اتمر وويل ، خلک بايديو بل ته لاس ورکړي او د دغه هيواد له معارف څخه په کلکه دفاع وکړي.

هغه زياته کړه د افغانستان په هرې ولسوالۍ او کلي کې بايد د ښوونځيو د ساتلو لپاره د ولس له لوري يوه شورا جوړه شي.

د افغانستان د ښونې او روزنې وزير زياته کړه د دولت له لوري د ښونځيو ، ښونکو او زده کونکو د ساتلو په موخه ځيني کارونه شوي او په پام کې ده چې په راتلونکي کې د کورنيو چارو د وزارت په مرسته په ښونځيو کې د امنيتي ساتونکو شميره لوړه شي.

خو ښاغلي اتمر يو ځل بيا ټينگار وکړ او ويې ويل د خلکو له مرستې پرته هيڅ څوک نه شي کولى چې د ښونځيو او زده کونکو امنيت ټينگ کړي.

 د افغانستان په هرې ولسوالۍ او کلي کې بايد د ښوونځيو د ساتلو لپاره د ولس له لوري يوه شورا جوړه شي.
حنيف اتمر

په تيرو څو مياشتو کې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې شاوخوا سل ښونځي سوځول شوي چې زياتره يې په سويلي ولايتونو کې دى. خو په دې وروستيو کې د ختيځ او شمال ځينو سيمو کې هم دغه چاره ترسره شوې ده .

دښوني وزير محمد حنيف اتمر وايي د امنيت د نشتوالي له امله د افغانستان په سويل کې شاوخوا ٢٠٠ ښونځي د خلکو له لوري تړل شوي دي.

ښاغلي اتمر همدارنگه زياته کړه د افغانستان د ښونې او روزنې وزارت به هيڅ کله پرې نږدي چې دغه ښونځي تړل شوي پاتې شي.

هغه وويل سوځول شويو ښونځيو ته به ډير ژر خيمې او ځينې نور امکانات برابر کړي.

د افغانستان د ښونې او روزنې وزير د يو شمير ښونکو د تنخواوو په اړه چې تراوسه يې نه دي اخيستي خواښيني وښوده او ډاډ يې ورکړ د هغو ښونکو تنخوا به په راتلونکو څو اونيو کې ورکړي چې د دغه وزارت له لوري په رسمي توگه ټاکل شوي او په ښونځيو کې يې کار کړې وي.

ښاغلي اتمر پر ښونځيو وروستيو بريدونوته په اشارې سره وويل ظاهرا دغه بريدونه د دغه هيواد د معارف د لمنځه وړلو په موخه تر سره شوي دي. او هغه همدارنگه له ښونکو و غوښتل چې د تنخوا د نشتوالي له امله دې ښونځي نه تړي.

دا خبرې په داسې مهال کيږي چې په کندهار او بلخ ولايتونو يو شمير ښونکي د دې لپاره کاربندي کړې چې د هغوى په وينا له درې مياشتو راهيسې يې تنخواه نه ده اخيستې.

او همدارنگه د هرات ولايت د ښونکو اتحاديې گواښ کړى که چيرې تر راتلونکو دوو ورځو خپل معاشونه تر لاسه نه کړي نو دوى به هم کار بندي کوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت