BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:32 گرينويچ 2006 ,26 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د ښوونځيو نوى نصاب جوړوي

حنيف اتمر
د ښاغلي اتمر په وينا دغه نوي کتابونه به په راتلونکي يوه نيم کال کې چاپ او پر زده کونکو وويشل شي .
په افغانستان کې د نوي روزنيز نصاب د جوړيدو په موخه د دوه اونيو لپاره يو ورکشاپ جوړ شوى دى.

د ورکشاپ موخه د افغانستان په تعلمي نصاب کې د وروستيو عملي او فرهنگي څيړنو د پايلو ځايول ښودل شوي دي.

دغه ورکشاپ د ملگرو ملتونو د کلتوري څانگې يا يونسکو په مالي مرسته جوړ شوى دى.

د افغانستان د معارف لپاره د يوې نوې مسودې د جوړولو په موخه د ملگرو ملتونو د کلتوري څانگې ځينې مشران او د افغانستان د معارف د برخې يو شمير کارپوهان را غونډ شوي دي.

د افغانستان د ښونې او روزنې وزير محمد حنيف اتمر وايي دغه مسوده د اسلام او افغاني کلتور په رڼا کې د نړۍ د وروستيو نويو څيړنو د پايلو په اساس جوړيږي.

ښاغلى اتمر وايي دغه مسوده به ولسي جرگې ته هم وړاندې شي چې د تصويب وروسته به د کتاب په څير پر زده کونکو وويشل شي.

( زه هيله مند يم روان ورکشاپ به د ملي يوالي د يوې پروسې پيل وي چې هلته ملت د خپلې هيلې او د خپل اولاد د روزنې په موخه خبرې وکړي. او تاسې د هيواد عالمان د هغوى هيلو ته په معارف او کتابونو کې ځاى ورکړي.)

د افغانستان د ښونې او روزنې وزير زياته کړه دغه مسوده د سياسي ايډيالوژۍ پرته جوړيږي او زده کونکى دې هڅوي چې خپله د زده کړې په لار ه کې هڅې وکړې.

په دغې مسودې کې زده کونکو ته حرفوي زده کړې په پام کې نيول شوي چې په راتلونکي کې له بيکارۍ څخه وژغول شي.

د ښاغلي اتمر په وينا دغه نوي کتابونه به په راتلونکي يوه نيم کال کې چاپ او پر زده کونکو وويشل شي .

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د کلتوري څانگې مشر داکتر انور سعيد وايي روان ورکشاپ د هغو ژمنو يوه برخه ده چې يونسکو د افغانستان له تعليمي نصاب سره د مرستې په موخه کړې وه.

(زه په دې باور يم هغه کارونه چې په دغه ورکشاپ کې کيږي د نړيوالو ژمنو په بنسټ د افغانستان د ښونې او روزنې دښه والي په موخه کيږي.

په همدې موخه لس کسه د يونسکو کارپوهان د نوي نصاب د جوړولو په نيت له افغاني کارپوهانو سره مرسته کوي.دغه کاري گروپ خپلې تجربې او نظريات له افغاني کارپوهانو سره شريکوي.

د نوي نصاب د جوړولو په لار کې ډير ستونزې او کارونه په مخ کې پراته دي او زه د يونسکو د دفتر د استازي په توگه ډاډه يم چې موږ او تاسې به خپل هدف ته رسيږو.)

له اوسه شاوخوا دوه کاله وړاندې د افغانستان د تعليمي نصاب د جوړيدو په موخه دا ډول غونډه جوړ شوې وه خو اوس يو شمير زده کونکي او ښونکي په کتابونو کې د چاپ شويو غلطيو څخه شکايت لري.

ځينې افغان زده کونکي وايي که چيرې روانه غونډه هم د پخوا په څير وي نو هر کال د نويو کتابونو چاپول ښايي د وخت او د پيسو زيان وي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت