|
ښونځيوته نوي درسي کتابونه ويشل کيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان دښونې او روزنې وزارت وايي ټولو لومړنيو ښونځيو ته به د ٢ مياشتو په دننه کې په نوي نصاب چاپ شوي کتابونه ووېشل شي . ددغو کتابونو وېش نن له کابل نه پيل شو . د ښونې اوروزنې وزير حنېف اتمر ژمنه وکړه چې د ٢ کلونو په ترڅ کې به د افغانستان ټولو زدکونکوته نوي کتابونه ورکول شي . د کتابونو د نشتوالي ، غلط چاپ او زاړه نصاب له ستونزې سره له تېرو څو کلونوراهېسې افغان زدکونکي مخ وو . خو په لومړي ځل د پوهنې وزارت د وخت د پرمختللو علومو سره سم په نوي نصاب د چاپ شويو رنگه کتابونو وېش پيل کړ . د ښونې او روزنې وزير حنيف اتمر په کابل کې ددغو کتابونو د وېش پر مهال ژمنه وکړه چې د ٢ مياشتو په دننه کې به د ټو ل افغانستان د لومړنيو ښونځيو زده کونکو ته دا کتابونه ورسوي . ښاغلي اتمر وويل : خو ښاغلي اتمر په ډاگه کړه چې د لومړنيو ښونځيو د ٤ او ٦ ټولگي لپاره دا وخت کتابونه نه دي چاپ شوي او وېې ويل چې ډېر ژر به دا چاره هم تر سره شي. د ښونې وزير ډاډوښود چې نوي چاپ شوي کتابونه ترډېره بريده غلطى نه لري .کوم چې په پخوانيو چا پ شويو کې داستونزه له ورايه ښکارېده . پر نويو کتابونو کې د رسم الخط ،د ژوند لارښود او د رسم په نوم څو نوي کتابونه هم چاپ شوي چې پخوا يواځې د ښونځيو په تقسيم او قات کې ځاى شوي وو چې ښونکو بې له کتابه زدکونکو ته لوست ورکولو .په کابل کې د عايشي دراني د ښونځۍ يوې ښونکې نوي کتابونه د زدکونکو لپاره ډېر اسانه او گټور وبلل. د ښونې او روزنې وزير وويل: کتابونه په ښه کاغذ چاپ شوي او ترډېره برېده موضوعگانې زده کونکوته په عکسونو او رسمونو سره واضح شوي .او دا لومړى ځل دى چې له اوږدې مودې وروسته د وخت داړتياوو سره سم ښونځيوته کتابونه چاپيږي . دنويو کتابونود چاپ ټول لگښت چې ٩ ميلونه ډالره شوى د امريکاد متحده ايالاتو او ډنمارک لخوا ورکول شوي . خو ښاغلي اتمر له ټولو خلکو غوښتنه وکړه چې دا کتابونه دې په بازارونو کې نه پلوري | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||