|
م. م : د ښونځيو پر ماشومانو بريدونه مه کوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان کې د ملگروملتونو نوې استازي پر اورپکو غږ وکړ چې د ښونځيو پر ماشومانو دې بريدونه نه کوي د جرمني تبعه ، ټام کوينيگز ، چې پدې وروستيو کې د زان آرنو پرځاى د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سرمنشي د ځانگړي استازي په توگه ټاکل شوى په کابل کې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې وويل : (( پر ښونځيو باندې بريدونه د ښونې روزنې د بشري حق څخه د افغانستان د ماشومانو د محرومولو په معنا دي )) پدې وروستيو کې د حکومت د مخالفو اورپکو له خوا پر ښونځيو باندې بريدونه زيات شويدي طالبان وايي چې د جنکيانو ښونځي د اسلام سره سمون نلري . هغوى همداراز د هلکانو د حکومتي ښونځيو سره مخالف دي ځکه چې هغو کې د ديني ثبقونو پرته نور درسونه هم ورکول کيږي که څه هم زياتره بريدونه د شپې له خوا شويدي او ماشومان پکې ندې ژوبل شوي خو يو شمير ښونکو باندې هم بريدونه شويدي دوه مياشتې مخکې د زابل په جنوبي ولايت کې د يو ښونځي سر ښونکى ووژل شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||