|
افغان زده کونکي:دگواښونو سره سره به ښونځي ته ځو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تير کال په افغانستان کې سلگونو ښونځي وسوزيدل خو دې ونشو کړى چې د زده کړې د ترسره کولو اشتياق او غوښتنې ودروي . افغان زده کونکي او ښونکي د هيواد په هغو برخو کې چې ډير ناامنه دي د طالبانو د گواښونو سره سره په شوق ښونځيوته ځيي . غزني د افغانستان له ناامنه ولايتونو څخه يو دى .خو دغزني د ښار په شاوخوا کې يو شمير ښونځي د تړلو وروسته بيا پرانيستل شوي دي . ددغو ښونځيو زده کونکي وايي چې د طالبانو گواښونو ډير ويرولي دي . يو زده کونکي حميدالله بي بي سي ته وويل : (( موږ غواړو چې يو ساعت له خپل کلي څخه ښونځي ته پلى مزل وکړو )).(( خو زه غواړم چې پخپل کلي کې ښونځى ولرم . نژدې ٢٠ ملگري مې د اوږدې لارې له کبله ښونځي ته نه راځي .)) ١٣کلن مومن ډير زړور ښکاريده او ټوله مينه يې د زده کړې سره ښوده خو ده يې د روزنيز سفر په وړاندې گواښونه ډير سخت وبلل خو د مقابلې ژمنتيا يې ډيره پخه وه .ده وويل : (( زه طالبانو له گواښ څخه ويريدلى يم .خو که موږ ښونځي ته لاړ نشو نالوستي پاتې کيږو او هيواد مو ويجاړيږي . زه غواړم چې د خپل کلي لپاره ډاکټر شم ځکه چې موږ هيڅ ډاکټر نه لرو . زه همداراز غواړم چې يو روغتون جوړ کړم .)) د افغانستان د لوگر په ولايت کې چې تيره اونۍ د بي بي فاطمې د ښونځي دوه زده کونکې د وسله والو موټر سايکل چلونکو له خوا ووژل شوې دغه ډار يې په ليرې پرتو سيمو کې د زده کونکو په وړاندې ډير کړ . يو ٨ کلن زده کونکي احمد ډيرې ويرونکې خبرې وکړې . ده وويل :(( زموږ په کلي کې د شپې خبرتياوې خپريږي او له خلکو غواړي چې زامن يې له ښونځيو راوگرځوي )). ١٥ کلن محمد بيا پرته له ويرې ډيرې پخې او له هوښيارتيا ډکې خبرې وکړې ږده وويل : (( پوهه د بېوزلۍ او جگړو په وړاندې ښه وسله ده . ما زموږ په کلي کې دوه ملگري قانع کړل چې ښونځي ته راشي . دوى هم ومنله او اوس ښونځي ته راځي .)) يو ښونکي وويل :ددرې مياشتو راهيسې يې تنخوا نه ده اخيستې .د احمدزي په نامه يو ښونکى ډير انديښمن وو او داسې يې وويل : (( ډيرى وخت طالبان له زده کونکو څخه کتابونه اخلي او ليرې يې غورځوي او بيا زده کونکي ډبوي . طالبان په کلي کې خلکو ته وايي چې په زامنو يې يوازې ديني زده کړې وکړي . له بلې خوا موږ ته هم سمه تنخوا نه راکول کيږي . دادى درې مياشتې شوې چې ما تنخوا نه ده اخيستې .)) (( موږ د افغان دولت او طالبانو ترمنځ دتوکو په څير يو . موږ پخپل ښونځي کې د ١٠٠ ټولگيو لپاره ١٥ کتابونه لرو او دا تر گردو لويه ستونزه ده . ما ته هم د نژدې دوه مياشتو راهيسې تنخوا نه ده راکړل شوې .بل ښونکي هم ورته انديښنه وښوده :((موږ ته د مرگ گواښونه شوي دي خو ددې سره سره موږ ښونځيو ته ځو او ماشومان روزو . دا يوازې موږ د خپلو ماشومانو لپاره کوو .)) خو د غزني د پوهنې ريس نجيب الله کامران وويل : که له يوې يو شمير ښونځي تړل شوي دي له بلې خوا يو شمير پرانيستل شوي هم دي . (( موږ رښتيا هم يو شمير ښونکو ته تنخوا نه ده ورکړې . ځکه چې دوى د طالبانو د ډار له کبله د کار پايلې موږ ته نه دي راليږلي .)) د بي بي سي نړيوالې خبري څانگې پخپله ويبپاڼه کې دغزني ولايت د پوهنيز بهير په اړه يو انځوريز راپور خپور کړى چې موږ يې په پښتو ويبپاڼه کې ژباړه له انځورونو سره وړاندې کوو.
ښونځي له سره پرانيستل شوي دي خو په هر کلي کې نشته . محمد وزير ښونځي ته يو ساعت پلى مزل کوي ))
زه غواړم چې په راتلونکي کې ډاکټر شم .١٣ کلن مومن دغه خبره وکړه .
(( زه نه يم ويريدلي ، زما ټول ملگري ښونځي ته راځي )): ١٠ کلن حميدالله دغه خبره وکړه .
١٥کلن محمد وويل ((که موږ ښونځي ته رانشو نو په راتلونکي کې به جگړې نورې هم ډيرې شي . ))
زه غواړم چې په راتلونکي کې ښونکى شم . ٨ کلن احمد دغه خبره وکړه .(( خو هر يو د پوهنې ملاتړ نکوي .
زموږ ډير زده کونکي نور ښونځي ته نه راځي .دوى د امنيت د نشت والي له کبله نشې راتلى .ښونکي احمدزي دغه خبرې وکړې .
زه د ديرشو کلونو راهيسې ښونکى يم . محمد الله وويل .(( دلته د شپې خبرتياوې خپريږي او موږ ته گواښونه کوي چې د ماشومانو ښونه روزنه ودرو.
دلته هيڅ امنيت نشته . دلته د چارواکو ترمنځ يوازې فساد خپور دى . يو ښونکى چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي دغه خبرې وکړې .
د غزني د پوهنې ريس نجيب الله کامران وايي کله چې يې د تير کال راهيسې خپله دنده پيل کړې ده . ډير ښونځي تړل شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||