|
بلخ: د نجونو يو ښوونځى وسوځول شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بلخ ولايت چارواكو ويلي دي چې يو پلاوي ته يې دنده سپارلې چې د خلم ولسوالۍ د مستوره مستي د ليسې د سوځولو لامل وڅيړي . تيره شپه د نجونو دغه ليسه د بلخ ولايت د پوهنې د ريس په وينا دڅلور تنو ناپيژندل شو وسله والو كسانو له خوا سوځول شوې ده . په دې ليسه كې په سلگونو نجونې پر زده كړو بوختې دي ، دغه ليسه چې د مستوره مستي په نامه ياديږي ، د خلم ولسوالۍ په مركز كې پرته ده . سيمه ييزو خلكو وويل ، كله چې دوى د ليسې په ودانۍ كې د اور لمبې وليدې نو سم لاسي يې د له منځه وړلو لپاره ودانګل خو ددوى په وينا ډير ناوخته شوى ؤ ، خو بيا هم دوى په دې بريالي شوي دي چې د اور لمبې مړې كړي . چارواكو وويل چې يوې ناپيژندل شوې وسله والې ډلې د تيرې شپې په نيمايي كې ددغې ليسې پر ودانۍ بريد وكړ اوليسې ته يې اور ورته كړ چې په ترڅ كې يې وايي د ليسې ګرد اسناد سوځول شوي دي . په تيرو دوه مياشتو كې دا شپږم ښونځى دى چې د بلخ په ولايت كې سوځول كيږي . خلم ولسوالۍ د پوهنې يو چارواكي وويل چې ددوى پلټنې روانې دي چې د پيښې لاملين جوت كړي . له بلې خوا د بلخ ولايت د پوهنې ريس مولوي عبدالعزيز وويل چې يو پلاوي ته يې دنده سپارلې ده چې د ښونځي د سوځولو مساله وڅيړي . ريس وويل چې ددې ليسې سوځول سياسي بڼه لري او زياته يې كړه چې د ښونځي د اسنادو سر بيره ګردې دروازې او كړكۍ يې سوځول شوي دي . ده دا د افغانستان د پوهې د دښمنانو كار وباله او زياته يې كړه چې تر اوسه په دې تور څوك نيول شوي نه دي . كومې ځانګړې ډلې هم ددې ښونځي د سوځولو پړه په غاړه نه ده اخيستې . تيره ورځ د هيواد په شمال كې د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو مشر جنرال ماركوز كينپ وويل چې دغه ډول پيښې د نشيي توكو قاچاق كونكي او ډول ډول غله او داړه ماران تر سره كوي چې د مخنيوي لپاره يې د ملكي خلكو د مرستې غوښتنه وكړه . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||