BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:19 گرينويچ 2006 ,04 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نامعلومو کسانو پنجشير کې ښوونځى ويجاړ کړى

پنجشير
دا لومړى ځل دى چې د پنجشير په سيمه کې ښوونځى ويجاړيږي په نور افغانستان کې نژدې ١٠٠ ښوونځي وران شوي دي
د افغانستان د پنجشير په ولايت کې په لومړي ځل يو ښوونځى د نامعلومو کسانو له خوا ويجاړ شوى دى .

په تيرو دوو کلونو کې نژدې ١٠٠ ښوونځي د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې سوځول شوي دي چې چارواکي پرې وسله والو طالبان پړۀ بولي .

د طالبانو له نسکوريدو راهيسته د پنجشير سيمه په پرتليزه توگه کراره وه . ښوونځى د پنجشير په بازارک ولسوالۍ کې وړمه ورځ ويجاړ شوى دى .

خو چارواکو يې خبر ايله اوس رسنيو ته ورکړ . لومړنيو رپوټونو ويل چې د بازارک ليسې ته اور ورته شوى دى . خو د کورنيو چارو د وزارت د ويندوى دفتر بي بي سي ته وويل چې ښوونځي ته بم اېښودل شوى و .

د دوى په وينا دغې ليسې د چاودنې له امله خورا دروند مالي تاوان ليدلى دى خو ځاني زيان چا ته نه دى اوښتى . نن سبا زدکوونکي په دوبنيو رخصتيو دي .

په تيرو دوو کلونو کې د افغانستان په لروبر کې شاوخوا سل ښوونځي سوځول شوي او ويجاړ شوي دي . چارواکي وسله وال طالبان پر دغو پېښو پړۀ بولي .

د پنجشير د ښوونځي په برخه کې د کورنيو چارو وزارت يوازې دومره ويلي چې دا د افغانستان د دښمنانو کار دى .

د طالبانو له نسکوريدو راهيسته د نور افغانستان په پرتله پنجشير کراره سيمه ده . د پنجشير په باب رسنيو ته معلومات په گرانه رسيږي .

ځايي چارواکي پر پېښو څه نه وايي. څو مياشتې وړاندې په پنجشير کې د دوو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د يوې نښتې خبر هم خولۀ په خولۀ وگرځيد خو د تاييد لپاره يې څوک چمتو نه وو .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت