BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:40 گرينويچ 2007 ,04 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د ښوونځيو دوه ستونزې به يو کال کې حل شي'

د ښوونځي زده کوونکي په افغانستان کې
وزير وويل په يوه خونه کې دڅو ټولگيو د زده کوونکو يوځايي زده کړه د خيمو لاندې تر زده کړې گټوره ده
د افغانستان د پوهنې وزارت د خلکو هغه نيوکې مني چې وايي اوس مهال د څو ټولگيو زده کوونکي سره په يوه ټولگي کې زده کړې کوي او د هغوى درسي ساعتونه هم تر پخوا ډير لنډ شوي دي.

خو د پوهنې وزير، حنيف اتمر، وايي دغه ستونزه به د يو کال په د ننه کې حل شي. هغۀ دغه خبرې په هغې خبري غونډې کې کولې چې د خصوصي شرکتونو سره يې په دريو ولايتونو کې د اوو نورو ښوونځيو د جوړولو لوز نامې لاسليکولې.

ښاغلي اتمر دا ومنله چې د ښوونځيو درسي ساعتونه يې لنډ کړي او په يوه ټولگي کې د څو ټولگيو زده کوونکي زده کړې کوي.

خو ورسره دا خبره هم کوي چې د درسي ساعتونو لنډول او په يوه ټولگي کې د څو ټولگيو د زده کوونکو په گډه زده کړه د خيمو لاندې د زده کړې په پرتله گټوره ده. هغۀ ډاډ څرگند کړ چې د يو کال په د ننه کې به شته ستونزو ته د پاى ټکى کيږدي چې په وينا يې نن سبا د پوهنې وزارت ورسره غاړه غړۍ دى.

ښاغلي اتمر وويل: ''په کابل کې د ١٧٠ ښوونځيو نه يوازې شل ښوونځي داسې دي چې درې يا څلور وخته شوي، خو دا يوه لنډمهاله خبره ده. يوازې د يوۀ کال لپاره ده او هر اصلاحي کار چې کوئ نو يو څه ستونزې به هم گالئ. که اولاد مو د په ټولگي کې نيم ساعت درس ووايي دا په خيمو کې تر ٤٥ دقيقېو درس ښه ده.''

ښاغلي اتمر وويل په تير څه د پاسه يو کال کې يې ١٣٢٧ ښوونځي بيا له سره رغولي چې له هغې ډلې نه يوازې په پلازمېنه کابل کې ١٢٦ ښوونځي بيا له سره جوړ شوي دي.

 د بېلگې په توگه، په کابل کې د ١٧٠ ښوونځيو نه يوازې ٢٠ښوونځي داسې دي چې درې يا څلور وخته شوي، خو دا يوه لنډمهاله خبره ده. يوازې د يوۀ کال لپاره ده او هر اصلاحي کار چې کوئ نو يو څه ستونزې به هم گالئ. که اولاد مو د په ټولگي کې نيم ساعت درس ووايي دا په خيمو کې تر ٤٥ دقيقېو درس ښه ده
د پوهنې وزير، حنيف اتمر

ښاغلي اتمر وويل سږ کال تر نورو کلنو ٨٠٠٠٠٠ زياتو نويو زده کوونکو ښوونځيو ته لاره موندلې چې نويو ښوونځيو، ښوونکو او درسي موادو ته اړمن دي.

د پوهنې وزير زياته کړه چې د نويو ښوونځيو په جوړولو سره بيا هم په سلو کې شپيته داسې ښوونځي شته چې بيا رغاونې ته اړتيا لري چې په همدې لړ کې يې په دريو ولايتونو کې د اوو نويو ښوونځيو د جوړولو لوزنامې لاسليک کړې.

وزير وويل: ''نن مو د دريو ښوونځيو لپاره لوزنامې لاسليک کړې چې ټول لگښت يې ٧٨٧٠٠٠ ډالره کيږي ، چې په کندهار ، پکتيکا او کابل کې به جوړ شي. په راتلونکو شپږو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي، او پيسې يې د نړيوال بانک لخوا په وړيا توگه د معارف وزارت ته ورکول کيږي.''

که له يوې خوا د پوهنې وزارت د نويو ښوونځيو د جوړولو لپاره نوي هوډونه او تکلونه لري له بله پلوه د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې په تيرو يوولسو مياشتو کې څه د پاسه سل ښوونځي سوځېدلي، د ٨٠ په شاوخوا کې ښوونکي او زده کوونکي وژل شوي او د ٥٠ څخه زيات يې ټپيان شوي دي.

همدا رنگه په همدغې موده کې د ٣٨٠ ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړل شوې چې د سيمه ييزو شورا گانو په هلو ځلو ٣٥ نور يې په دې وروستيو کې د زده کوونکو پر مخ بيرته پرانيستل شوي دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت