|
د خوست والي له موټرچاودنې روغ ووت | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د خوست والي له يوۀ ځانمرگي بريده چې خوست ښار ته نژدې وشو روغ وتلى، خو يو تن په بريد کې وژل شوى او دوه ټپيان شوي دي. بريد نن مازيگر خوست ښار ته نژدې د والي ارسلا جمال د گاډو پر کتار هغه مهال وشو چې دى له ځاځي ميدان ولسوالۍ څخه خپل دفتر ته ستنېدۀ. چارواکي وايي بريد کوونکى خپل له چاودېدونکو توکو ډک گاډى له هغۀ گاډي سره ټکر کړ چې د والي شخصي موټر و، خو دى پکې نه و. خپله والي ارسلا جمال بي بي سي ته وويل چې دى په يوۀ بل گاډي کې د کتار په شاتنۍ برخه کې و چې بريد وشو. د ولايتي شورا يو غړى ضابط خان مجاهد په بريد کې وژل شوى او د والي دوه تنه ساتونکي ټپيان شوي دي. طالبانو د بريد پړه پر خپله غاړه اخيستې ده او بريد کوونکى يې يو سيمه ييز افغان ښودلى. دا درېيم ځانمرگى بريد دى چې په تېر يو کال کې د خوست والي په نښه کوي. هاخوا، د پکتيا ولايت په مرکز گردېز کې د ښار په يوازينۍ انټرنيټ کافۍ کې چاودنه شوې، چې يو تن يې ټپي کړى دى. د پکتيا د والي وياند دين محمد دروېش وايي په نېټ کافۍ کې د بم چاودنې يوازې د دغې نېټ کافۍ يو چلوونکى ټپي کړى دى او بل چا زيان نه دى اړولى. د نېټ کافۍ ودانۍ ته هم زيان اوښتى. تېره ورځ هم دغې سيمې ته نژدې د ويډيو کسټو په يوۀ دکان کې چاودنه شوې وه چې چاته يې زيان نه و اړولى، خو دکان يې پورته کړى دى. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||