|
خوست والي: امنيت څو برابره ښه شوى دى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دخوست والي وايي د تېرو کلونو په پرتله په هغه ولايت کې امنيت څو برابره ښه شوى دى. له بې بي سي سره په يوې مرکې کې والي ارسلاجمال وويل هيڅ مخالف وسله وال نشي کولى په خوست کې ازاد تگ راتگ وکړي. په خوست کې دامنيت د ښه والي مهم لامل په سيمه کې د پراخې بيا رغاونې بهير ښوول کيږي . دکابل په سوېل کې د پاکستان له وزير ستان سره پر پوله پروت خوست دافغانستان مهمه سترتيژيکه سيمه بلل کيږي چې کله نا کله ترې د بمي بريدونو او چاودنو راپورونه ورکول کيږي. له پاکستان سره دغه ولايت نژدې ٢ سوه کيلومتره اوږده پوله لري چې ډېره سيمه يې په ځنگل لرونکو غرونو پوښلې ده. د پولې ختيځ خواته پاکستاني ځواکونه له څو کلونو را هيسې په دوامداره توگه له وسله والو جنگياليو سره په جگړه بوخت دي او داسې ښکاري چې خوست ته څېرمه په دغه قبايلي سيمه کې دافغانستان او پاکستان د دولتونو مخالفين يوڅه پياوړي دي. خودغه نژدې والي ته په کتو سره دخوست والي ارسلا جمال څرگندوي چې په ولايت کې يې د پخوا په پرتله بريدونه کم شوي دي. هغه وايي: ''په 2006 کال کې په خوست کې ٢٧ ځان مرگي بريدونه وشول، خو په ٢٠٠٧ کال کې په خوست کې ١٢ ځان مرگي بريدونه شوي. داستر بدلون دى. زه په جرات سره وايم چې وسله وال مخالفين دې دا خوب هيڅکله نه ويني چې دوى به په خوست کې کومه ولسوالۍ نيسي، خپل سپين بيرغ به دروي، محکمه به جوړوي او دخلکو مسلې به ور حل کوي.''
خو ستوال به طبعا له دې اړخه خوښ وي، خو له دې سره سره هم دهغه ولايت په څو ولسواليو کې دمخالفينو د يو لړ فعاليتونو څخه سر ټکول کيږي چې ښاغلى جمال يې دومره سترې اندېښنې نه بولي. دافغانستان د ځينو نورو سيمو په څېرپه خوست کې هم د سيمه ييزو خلکو يوه مهمه غوښتنه له نړيوالو ځواکونو څخه د شپې لخوا دخلکو دکورونو نه پلټل دي چې والي جمال په دې برخه کې هم د شوي پرمختگ يادونه کوي. هغه وايي: ''په خوست کې موږ له نړيوالو ځواکونو سره داسې پوهاوي ته رسېدلي يو چې د ټولو عملياتوپه سر کې به ملي پوليس وي. دافغانستان په سوېل ختيځ ولايت خوست کې خلک او چارواکي د امنيت د ښه کېدو مهم لامل په سيمه کې دبيا رغاونې د چارو پراختيا ښيي، خو لاهم له پلازمينې کابله ددنگو دنگو غرونو پېچو مو او شنودروڅخه خوست ته دغزيدلي سړک پوره نيمه برخه خامه پرته ده چې کله ناکله پکې پر دولتي کاروانونو په همدغه لاره کې بمي بريدونه تر سره کيږي. خوست ميشتي هيله مند دي چي ددغه لوى سړک په جوړېدو سره به خوست نور هم ارامه شي. | ورسره تړلي نور خبرونه خوست کې نيول شوي کسان د القاعده پلويان دي؟06 نومبر, 2006 | خبرونه د خوست لومړنۍ ورځپاڼه بريالۍ روانه ده21 مارچ, 2006 | خبرونه په خوست کې طالب ضد مظاهره وشوه20 اکتوبر, 2005 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||