BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:27 گرينويچ 2006 ,21 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د خوست لومړنۍ ورځپاڼه بريالۍ روانه ده

برېښنا ورځپاڼه
د برېښنا ورځپاڼه د افغانستان د نورو ورځپاڼو خلاف رنگه عکسونه خپروي .
دغه ورځپاڼه چې په څلورو مخونو كې خپريږي سهار وختي له چاپه راوتي وي چې پكې دسيمې او نړيوالوخبرونو سره سره لوبيز،ادبي اوسوداګريز مطالب خپريږي . ورسره د لوستونكو له خوا ورته ليږل شوي نړيوال معلومات اوټوكې ټكالې هم خپروي .دهمدې بريښنا ورځپانې مشر حاجي ميرزاعلي وايي دوى ځكه دغې چارې ته لاس واچوه چې په خوست كې مجلې او جريدې شته وې خو د ده په خبره ورځپاڼې ته اړتيا وه ځکه چې په ادارو او نورو ځايونوكې چې له خلكو سره د راديوګانوغږولو فهرست نه وي ورځپاڼه به يې له حالاتو خبروي .

نوموړي زياته كړه چې دوى اوس مها ل لوستونكي تر ولسواليو پوري پيدا كړي دي او په پام كې لري چې نورو ولايتونو ته يې هم ورسوي .

دا چې بريښاورځپاڼه په كومه كچه روانه ده او خلك ورته په كومه سترګه ګوري دسيمې شاعراوليكوال نورشاه(نوراني)يې په هكله وايي چې دا د سيمې په تا ريخ كې لومړى ګام دى چې پورته شو.

د ده په وينا د نورو ډيرو ښيګنو سره سره دا ورځپاڼه د خپلې ټيټې بيې له لارې خلك دې ته هڅوي چې اخبارونه مجلې او نوركتابونه په پيسو واخلي او عادت يې جوړشي .

اوس مهال په سيمه كې ډيرى خپرونې په ليه يا وړيا ويشل كيږي

دغه ورځپاڼه هره ورځ په څلورو مخونو کې خپريږي
.

ښاعلي نوراني داهم و ويل چې ترڅنګ به يې وګړي له مطالعې سره هم بلد شي.كه څه هم څه موده وړاندې په دې سيمه كې تر١٠ډيرې مجلې او جريدې خپريدې خو اوس يې زياترو خپلې خپرونې د اقتصادي ستونزو له امله بندې كړي دي .

يوازې دتور غرادبي ټولنې دوه مياشتنۍ مجله د ښځوچارود رياست مياشتنۍ جريده او د اسلام غږ اوونيزه په خپل مهال سره خپريږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت