|
نيمروزکې طالبانو پوليس وژلي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل لويديځ ولايت نيمروز کې دوسله والو طالبانو په يو غلچکي بريد کې ٤ تنه افغان پوليس وژل شوي او ٢ نور ژوبل شوي دي. ويل کيږي دغه بريد په پرتليز ډول د نيمروز ولايت په يوه ارامه سيمه کې ترسره شوى دى. د نيمروز د امنيه قومندان په وينا ٤ تنه پوليس هغه مهال ووژل شول او ٢ تنه نور ژوبل شول چېدسپرلۍ گاډى يې د وسله والو طالبانو له غلچکي بريد سره مخامخ شو. د پوليسو مشر په دغه بريد کې د ٢ نورو پوليس سرتيرو د تري تم کيدو خبر هم ورکړ چې دده په وينا برخليک يې څرگند نه دى . د پوليسو مشر وويل وسله والو بريد کوونکو د ددوى يو گاډى او نور مهمات هم له ځانه سره وړي دي. پيښه د نيمروز ولايت د چغانسور په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. دغه ولايت چې له گاونډي ايران سره گډه پوله لري ،دمخدره توکو قاچاق کوونکي هم په کې ډير فعاله ښودل کيږي . له بلې خوا نامالومو وسله والو دافغانستان په سوېلي ولايت هلمند د سنگين په ولسوالۍ کې يو ديني عالم په ډزو وژلى دى. دهلمند د پوليسو مشر محمد حسين انډيوال ددې پخلى وکړ او وويل د پېښې لامل لا څرگند نه دى. ښاغلي انډيوال د مولوي سيد محمود شاه د وژنې پړه پر طالب وسله والو واچوله او زياته يې کړه چې نوموړي له حکومت سره هيڅ ډول همکاري نه درلوده. تر دې وړاندې په دغه ولايت کې يو شمير کسان له افغان حکومت سره د مرستې په تور وژل شوي چې وروسته يې طالب وسله والو پړه په غاړه اخيستې ده. | ورسره تړلي نور خبرونه يو بل خونړى کال17 جون, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||