|
يو بل خونړى کال | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دوه پرلپسې ورځې د کابل ښاريانو خپل سهار د درنو چاودنو په اوازونو پيل کړ چې په وروستيو دريو ورځو کې يې په افغانستان کې د ځانمرگي بريدونو شمېره پنځو ته ورسوله. تر ټولو خونړى بريد په کابل کې د يکشنبې (غبرگولې ٢٧) د ورځې و چې شاوخوا ٨٠ تنه يې مړۀ او ټپيان کړل. په پېښه کې د مړو د شمېرو په اړه چارواکي ضد او نقيض شمېرې ورکوي چې له ٢٣ پيل تر ٣٥ پورې ښوول کېږي. وروستۍ شمېره ټپيان نژدې ٦٠ تنه ښيي. عيني شاهدان هم چاودنه خورا زوروره او د سر د زيان له اړخه ډېره درنه بولي. چاودنه د کابل د والي دفتر او د پوليسو اصلي مرکز ته څېرمه وشوه چې د پوليسو د اکاډمۍ افسران يې لېږدول. چاودنه هومره درنه وه چې کابو په ټول ښار کې واورېدل شوه او د پوليسو لېږدوونکى بس يې سخت ويجاړ کړ. اوس د چاودنې په ځاى کې يوازې د بس اسکلېټ پاتې دى. دا په کابل کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو و روسته تر ټولو خونړۍ چاودنه گڼل کېږي. که څه هم افغان چارواکي تراوسه په دې اړه يوه خوله نه دي چې د چاودنې لامل څه و. خو د وسله والو طالبانو يوۀ وياند بي بي سي ته وويل د دوى يو ځانمرگى ملگري د پوليسو بس ته له ورختلو وروسته خپل ځان والوزاوه. دۀ وويل طالبان په خپله موخه کې سل په سل کې بريالي شوي.
تېره ورځ هم د ښار په لوېديځ کې يوې چاودنې څلور ولسي خلک ووژل او د څلورو بهرنيو پوځيانو په گډون يې اووه نور ټپيان کړل. له دې مخکې دوو نورو ځانمرگي بريدونو په کندهار او ارزگان کې تر لسو زيات کسان ووژل. په وروستيو کې د ځانمرگو او نورو خونړيو بريدونو په شمېره کې څرگند زياتوالى راغلى. ان د مزار شريف په نسبتا ډېر ارام ښار کې هم تېره ورځ ځانمرگي بريد کوونکي يو تن وواژه او شپږ يې ټپيان کړل، خو خپلې نښې – د بهرنيو ځواکونوکاروان – ته يې زيان ونه شو اړولى. د ناامنيو لمن چې تېر کال تر ډېره په سويل او ختيځ پورې محدوده وه، اوس د هېواد شمالي برخو ته هم پراخه شوې. په تېرو دريو مياشتو کې کندوز ښار دريو درنو ځانمرگي چاودنو ولړزاوه، چې په يوه کې يې څلور الماني سرتېري ووژل شول. درې مياشتې مخکې د بگرام هوايي ډگر په خوله کې چې د امريکايي پوځ اصلي اډه ده يوې درنې ځانمرگي چاودنې له افغانستانه هاخوه نژدې ټوله نړۍ کې ولړزوله. د بگرام په خورا خوندي هوايي اډه کې ځانمرگي بريد د متحدو ايالاتو مرستيال ولسمشر، ډيک چيني ته چې هغه مهال يې هلته د افغانستان د سفر په ترڅ کې ارام کاوه سخت ټکان ورکړل، خو زيان يې دۀ ته ونه رسېد. چاودنې د بهرنيو پوځيانو په گډون، ١٩ تنه ووژل.
په تازه ټکان ورکوونکې پېښه کې تېره اونۍ په غزني ولايت کې د ولسمشر حامد کرزي د وژلو هڅه وشوه. په اندړو ولسوالۍ کې د څو توغنديو په بريد کې نه ولسمشر او نه بل چاته زيان ورسېد. خو دغۀ بريد په داسې يوه سيمه کې چې له مخکې يې له وسله والو طالبانو د پاکولو لپاره پراخ پوځي عمليات پيل شوي ول او ولسمشر هم په ناڅاپي سفر تللى و د حکومت ضد مخالفينو د زړورتيا او ځيرکتيا نښه گڼل کېږي. په وروستيو کې وسله والو طالبانو په لومړي ځل د خپلو پراخو عملياتو نومونه کړې، چې وايي د کمين په نامۀ ټول هيواديزه پوځي عمليات يې پيل کړي. دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان د استخباراتو مشر، امر الله صالح، وويل چې د ناامنۍ کچه له تېر کال څخه څو ځلې ټيټه شوې. په تېر زېږديز کال کې په جگړو کې ١٩١ نړيوال سرتېري وژل شوي ول، خو د روان زېرديز په تېرو پنځه نيمو مياشتو کې ٨٩ بهرني سرتېري وژل شوي. تېر کال د اوړي او مني موسمونه د بريدونو له اړخه تر ټولو زيات خونړي وو، چې سږ کال لا دغه موده په مخ کې ده.
د تاو تريخوالي پېښې په ځانگړې توگه تېره مياشت د وسله والو طالبانو د لومړۍ کرښې د سر سړي، قومندان داد الله، له وژل کېدلو وروسته زياتې شوې. د وسله والو طالبانو د فعاليتونو له زياتېدا سره د دوى په ضد د بهرنيو ځواکونو پوځي عمليات هم زيات شوي. د جگړې د دواړو غاړو په منځ کې راايسار عادي افغانان دي چې د پوځي پرمختياوو له اوښتو سره تر ټولو زيات زيان دوى ته رسېږي. په وروستيو دريو مياشتو کې د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو په ضد د وسله والو طالبانو بريدونو او بيا د دوى په ضد ځوابي پوځي عملياتو کچه په چټکۍ سره مخ پر لوړ روانه ده. د چارو شنونکي وېره ښيي چې که امنيتي وضعه همداسې مخ پر ځوړ روانه وي، په تېرو دريو لسيزو کې د حالاتو د ناامنۍ او د حکومتونو د بې ثباتۍ لامله ستړي افغانان ښايي نور هغه هيلې له لاسه ورکړي چې پنځه نيم کاله مخکې يې د نوي حکومت له راتگ سره تړلې وې. | ورسره تړلي نور خبرونه د کابل چاودنې ٨٠ کسانو ته مرگ ژوبله اړولې17 جون, 2007 | خبرونه امريکايي پوځيانو په کابل کې پرخلکو ډزې کړې16 جون, 2007 | خبرونه ولسمشر کرزى د غزني له بريده روغ وتلی10 جون, 2007 | خبرونه بگرام کې ډيک چيني ته نژدې ځانمرگى بريد وشو27 فبروري, 2007 | خبرونه د کندوز ځانمرگي بريد الماني سرتېري وژلي19 مۍ, 2007 | خبرونه د کابل په غبرگو بريدونو کې درې تنه مړه دي07 مۍ, 2007 | خبرونه د کندهار په والى ځانمرگى بريد وشو17 مۍ, 2007 | خبرونه کابل کې ځانمرگي بريد ٥ کسه ووژل06 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||