|
ولسمشر کرزى د غزني له بريده روغ وتلی | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر حامد کرزى له هغه راکټي بريده روغ وتلى چې په غزني ولايت کې د دۀ د خبرو پر مهال وشو. ولسمشر کرزي په اندړو ولسوالۍ کې هغې غونډې ته خبرې کولې چې د قومي مشرانو او سيمه ييزو خلکو څخه جوړه وه، چې شپږ توغندي د ناستې له ځايه لږ ليرې ولگېدل. ټول توغندي د غونډې له ځايه چې د ميري ښارگوټي په سلطان شهاب الدين غوري ليسه کې جوړه شوې وه گوښه تېر شول او په څېرمه کروندو کې ولگېدل. له سيمې څخه د بي بي سي خبريال اسد الله جلالزى وايي د پرلپسې او نژدې چاودنو له اورېدو سره د خلکو په منځ کې وېره خپره شوه، خو ولسمشر کرزي پر ناستو گډونوالو غږ وکړ چې ارام واوسي. چاودنو د غونډې ځاى ولړزاوۀ، خو ناسته په خپل حال روانه پاتې شوه. چاودنې سهار داسې مهال وشوې چې ولسمشر کرزي هماغه شېبه خپلې خبرې پيل کړې او د امنيت په اړه غږېدۀ. اندړ د غزني تر ټولو نارامه ولسوالۍ ده.
سيمې ته نژدې د توغنديو له لگېدلو وروسته ښاغلي کرزي خلکو ته وويل چې امنيت او سوله به ورو-ورو راځي او دا چې له دغه ډول پېښو سره بايد افغانان اشنا واوسي او له زغمه کار واخيستل شي. ولسمشر له غونډو شويو قومي مشرانو څخه د امنيت په ټينگېدو کې مرسته وغوښته او ژمنه يې وکړه چې که امنيتي حالات ښه شي د بيارغاونې کارونه به په غزني کې چټک کړي. په اندړو کې د يو ساعت تم کېدو په ترڅ کې، د چاودنو له پېښېدو سره-سره، ولسمشر په طبيعي توگه له خلکو سره خبرې وکړې. له ولسمشر کرزي سره د استخباراتو مشر او د ملي شورا ځينې غړي هم په دې سفر کې ملۀ ول. د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې. د دوى يوۀ وياند بي بي سي ته وويل چې د توغنديو موخه ولسمشر کرزى و. سيمه ييز چارواکي وايي له بريد سره په تړاو يې درې د شک وړ کسان نيولې او پوښتنې ورڅخه روانې دي. اندړو ته د ولسمشر کرزي سفر سيمې ته د تگ تر شېبې پټ ساتل شوى و او شاوخوا امنيت هم له مخکې له ټينگ شوى و.
همدلته سمدستي د ميوند په نامۀ د نړيوالو او افغان ځواکونو پراخ پوځي عمليات هم روان دي، چي ويل کېږي تر ډېره يې د حکومت مخالف وسله وال له سيمې څخه وتلو ته اړ کړي. پر ولسمشر کرزي باندې وړاندې هم دا ډول بريدونه شوي، چې نښې ته تر ټولو نژدې يې د ٢٠٠٢م په سپتمبر کې د دۀ په پلرني ښار، کندهار کې و. هغه مهال د کندهار د هغۀ وخت والي چې له ولسمشر سره په گاډي کې څنگ ته ناست و، ټپي شوى و، خو خپله دۀ ته زيان نه و رسېدلى. همدارنگه د ٢٠٠٤م په سپتمبر کې چې کله ولسمشر کرزي غوښتل سويل ختيځ ښار، گردېز ته سفر وکړي، په الوتکه يې توغندي واورول شول، خو بيا هم چاته پکې زيان وانه اوښت. هغه مهال د ولسمشر د چورلکې له کوزېدو سره سم بريد، دى له گردېز څخه بېرته کابل ته سمدستي گرځېدلو ته اړ کړى و. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||