|
د کابل په غبرگو بريدونو کې درې تنه مړه دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان امنيتي چارواکي وايي د کابل له څرخې زندان سره د دوو امريکايانو د وژل کېدو او دوو نورو د ژوبليدو دپيښې په تړاو څو کسان نيول شوي دي ، خو په اړه يي نور جزييات نه دي ورکړي. دغه امريکايان پرون (يکشنبه) د افغان پوځ په يونيفورم کې د يو ه وسله وال تن په ډزو کې د څرخې پله زندان سره ووژل او ټپيان شول . بل لوري ته نن (دوشنبه) سهار دکابله ښار مکروريانو سيمې ته څيرمه يو توغندى پريوت چې يو تن يې وواژه او پنځه تنه نور يې ژوبل کړل . د امريکايي پوځونو د معلوماتو سره سم دغه امريکايان د هغې ډلې غړي وو چې د څرخې زندان په انگړ کې په گوانتنامو کې د امريکا له زندان څخه د ليږديدونکو افغان بنديانو لپاره د جوړيدونکي ځانگړي زندان افغان کارکوونکي او ساتونکي يې روزل. د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي د ملي پوځ په يونيفورم سمبال وسله وال کس هغه مهال پر دغو امريکايانو ډزي وکړي او هغوى يې ووژل او ټپيان کړل چې له زندانه بهر وتل . هغه خبريالانو ته وويل: ''له بده مرغه کله چې زموږ ايتلافي دوستان او ايتلافي ځواکونه د څرخي پله زندان د نوې جوړېدونکې برخې څخه وتل، د يوه کس لخوا چې د ملي پوځ يونيفورم يې په تن کې وو پر دوى ډزې وشوې، دوه تنه يي ووژل او دوه نور يې ژوبل کړل.'' ښاغلي بشري د بريدکوونکي په اړه چې د زندان د ساتونکو په ډزو کې وژل شوى، نور جزئيات ورنه کړل. خو په دې تړاو يې د څو تنو پر نيولو سربيره د جدي پلټنو د پيليدو خبره هم وکړه. د پلټنې پايلې هرڅه چې وي وي به، خو که بريد کوونکى د حکومت له مخالفو وسله والو سره تړاو ولري، لکه چې يوه سيمه ييز اژانس ته د طالبانو يوه ادعا شوي استازي ويلي، نو دا د حکومت او نړيوالو ځواکونو لپاره يوبل جدي سرخوږى بلل کيږي چې ښايي مخالفان يې په امنيتي سټو کې هم ننوتي وي . له مکرويانو سره نژدې د توغندي بريد
بل لورته د کابل ښار د مکروريانو سيمې په سل مترۍ کې د پاچا له پلۀ سره په لگيدلي توغندي کې يو تن وژل شوى او څو تنه نور ژوبل شوي دي . دکورنيو چارو وزارت وياند وايي دغه توغندى څرخې زندان ته ورڅيرمه ، د بتخاک له سيمې توغول شوى دى . هغه وويل: ''نن گهيځ د ٧:٣٠ بجو په شاوخوا کې ويل کيږي چې د بتخاک له سيمې توغول شوى او د پاچا پله په سيمه کې لگيدلى دى . توغندي شپږکسان ژوبل کړل چې وروسته دټپونو د سختوالي له کبله يو تن يې مړ شو.'' د هوا په تودېدو سره، د هيواد دنورو سويلي او سويل ختيځو ولايتونو په څير کابل ښار هم د وسله والو مخالفانو د يو شمير ځانمرگو او بمي بريدونو شاهد وو، خو دا لومړى ځل دى چې په وروستيو دوو مياشتو کې پر کابل توغندى توغول کيږي. د دغه کار دوام په کابل کې دېره د افغان او نړيوالو ځواکونو په وړاندې يوه بله ننگونه بلل کيږي چې څنگه يې مخه ونيسي. | ورسره تړلي نور خبرونه د کابل ځانمرگي بريد مرگ ژوبله اړولې28 مارچ, 2007 | خبرونه کابل کې ځانمرگي بريد ٥ کسه ووژل06 اپريل, 2007 | خبرونه په کابل کې د باروتوپه يو دکان کې چاونې ٦ وژلي14 مارچ, 2007 | خبرونه د کابل په څرخي زندان کې څه تير شوي ؟ 09 اپريل, 2007 | خبرونه د گوانتنامو افغان بنديان څرخي پله ته لېږدول کيږي26 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||