|
په کابل کې د باروتوپه يو دکان کې چاونې ٦ وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل ښار پوليس وايي د زاړه ښار د چارچتې په بازار کې د ښکاري ټوپکو او مهماتو په دکان کې درنې چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او لس نور يې ټپيان کړي دي. ويل کيږي چې په دغه دکان کې يوه لويه اندازه باروت او دايناميت زيرمه شوي وه. عيني شاهدانو وويل چاودنې يوه درې متره ژوره کنده جوړه کړې او گڼ دوکانونه او شاو خوا کورنه يې وران کړي يا زيانمن کړي دي. چاودنه نن سهار شاو خوا اوه بجې وشوه، او ډېرى هټۍ لا نه وې پرانسل شوې په بازار کې لا ډېره گڼه گوڼه نه وه. خلکو ويل که دا چادونه لږ وروسته شوې وئ د مرگ ژوبلې کچه به يې تر دې هم ډېره وى. د چاودنې لا مل لا نه دى څرگند شوى. د کورنيو چارو وزارت د يوې وينا په خپرولو د ښکاري وسلو او مهماتو له پلورونکو غوښتي چې په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره دې خپل باروت او نور مهمات له ښاره دباندې زېرمه کړي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||