BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:08 گرينويچ 2007 ,26 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د گوانتنامو افغان بنديان څرخي پله ته لېږدول کيږي

د گوانتنامو زندان
دفاع وزيررحيم وردگ وويل په راتلونکي اوونۍ کې به له گوانتنامو څخه لومړۍ ډله افغان بنديان د څرخي پله د زندان نوې ودانۍ ته را وړل شي.
له راتلونکې اوونۍ نه به د گوانتنامو څخه کابل ته دافغان بنديانو د رالېږدولو لړۍ پيل شي .

داسې هېله کيږي چې دروان ميلادي کال تر پايه ټول افغان بنديان را ولېږدول شي .

د دغو افغان زندانيانو د ساتنې لپاره دڅرخي پله د زندان يوه برخه رغول شوې ده .افغان حکومت ته ددغو په سلگونو بنديانود سپارلو پرېکړه تېر کال د ولسمشر کرزي او دده د امريکايي سيال ترمنځ وشوه .

پر جوړ شوي زندان امريکايي ځواکونو نژدې ١٧ ميليون ډالره لگولي چې څه بندې ٣٠٠ په هرڅه سمبالې خونې لري .

د څرخي پله د بنديخانې څلورم بلاک چې دگوانتنامو او بگرام څخه د را تلونکو افغان زندانيانو د ساتنې لپاره رغول شوى له ورايه ځلېدلى بريښي . دزندان دنورو بلاکونو په پرتله دغه جوړه شوې ودانۍ ظاهرا ډېره عصري ښکاري، چې لاره ېې بيخې جلا ده .

د بنديخانې د انگړ په دننه کې تلونکي راتلونکې لارې پخې او خونې ېې په گرموونکو او يخوونکوبرېښنايي وسايلوسمبالې دي . چارواکي وايي د لوبغالو په گډون د ژوند ټولې اسانتياوې بنديانو ته برابرې شوي .

د زندان په نورو بلاکونو کې له وړاندې يو شمېر طالب بنديان پراته دي چې ويل کيږي داوسېدو شرايط ېې ښه نه دي.

دافغانستان دفاع وزيرعبدالرحيم وردگ د زندان د پرانېستې په مراسمو کې وويل د زندان دغه برخه چې په راتلونکي اوونۍ کې به له گوانتنامو څخه لومړۍ ډله افغان بنديان ورته را وړل شى په نړيوالو معيارونو برابره ده او په ميليونونو ډالره پرې لگول شوي او ډېرې خونې لري .

هغه وويل: (( ټول لگښت يې ١٦،٩ ميليون ډالره شوى چې په دې کې د بنديانو د ساتونکي قطعې د بارکونو جوړول هم شامل دي چې بله مياشت به ېې کار پاى ته ورسيږي.

دا بلاک ٣ پوړه او ٤ برخې لري چې ٣٢٦ خونې لري ، خو په اسانۍ سره ېې ظرفيت دوه او درې برابره کېدى شي او لومړۍ ډله بنديان به د اپرېل په ٢ نېټه ورته راوستل شي .))

دا لانه ده معلومه چې په لومړي ځل به څومره بنديان له امريکايي غاړې نه وسپارل شي، خو افغان چارواکي هيله کوي چې د څو ميا شتو په ترڅ کې له گوانتنامو او بگرام څخه ټول افغان بنديان دغې بنديخانې ته را وستل شي .

دامهال په سلگونو افغانان چې د اورپکۍ او ترهگرۍ په شک نيول شوي د امريکايي ځواکونو په بند کې دي .

دافغانستان د دفاع وزير وويل چې په راتلونکي کې د ترهگرۍ او ورانکارۍ په شک نور نيول کېدونکي کسان به هم په دغه بند کې وساتل شي .

تر دې مهاله نه ده معلومه چې د گوانتنامو او بگرام څخه دلته د رالېږدونکو بنديانو د برخليک په اړه به څه ډول پريکړه کيږي .

ددغو بنديانو د ساتنې په موخه امريکايي ځواکونو دافغان سرتېرو يوه ډله هم روزلې چې شمېر ېې نژدې ٥٠٠ سرتېرواو افسرانو ته رسيږي .

د زندان سره جوخت دغه قطعه هم له نهه مياشتې روزنې وروسته پرانېستل شوه چې سرتېرو ېې جوړې شوې دستورې ته ېې دبنديانو د بغاوت د کابو کولو يوه ننداره هم وښوله .

د بهرنيو ځواکونو له زندانونو څخه دافغانستان زندانونو ته دافغان بنديانو درالېږدولو غوښتنې له ډېر وخت راهېسې کېدې چې په دغه هېواد کې د مناسب ځاى برابرولو ته ځنډول شوى وو.

د ملي پخلاينې د کميسيون دمشر صبغت الله مجددي په وينا، داکار به د ملي پخلاينې سره د دولت دمخالفينو په يوځاى کېدو کې ډېره مرسته وکړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت