|
ايف بي ايي: بنديان سپو سره ويرول شوي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د فدرالي تحقيقاتي ادارې په تازه ښکاره شوو يادښتونو کې راغلي چې بنديان داسې حال کې چې پښې يې تړل شوي دڅلرېشتو ساعتو پورې پړمخ اچول شوي دي ، نه خواړه او نه هم اوبه ورکړ شوي دي او ان پرېښود ل شوي چې خپل ځان باندې بولې وکړي. دو ى داهم ويلي دي بنديان سپو سره ويرول شوي دي. وړاندې د امريکا دد فاع وزارت دا خبره نه کوله. يوبل يادښت کې ويل شوي دي چې د ايف بي ايي يو اجنټ په عراق کې د ملکي بنديانو وهل، ساه بندول او په غوږونو کې د بل سگريت ايښودل ليدلي دي. دوى وايي په گوانټانامو کې يو بندي د اسراييلو په بيرغ کې تاو او لوړ ميوزيک ته اچول شوى وو چې په ظاهره د پلټنو په وړاندې د هغه د مقاومت د راکمولو هڅه وه. په يادښتونو کې شکايت شوى دى چې د دفاع وزارت چارواکو ځانونه د ايف بي ايي کارکونکي ښودلي دي چې ورسره ايف بي ايي دې گواښ سره مخامخ ده چې په ناوړه چلن تورنه شي. سپينې ماڼۍ په يوۀ يادښت کې دا راغلې خبره رد کړې دى چې ولسمشر بوش په پلتنو کې خپله د سختو طريقو کارولو منظوري ورکړې ده. دا اسناد د امريکا د بشري ازادۍ اتحاد د اطلاعاتو دازادۍ د قانون ترمخه ترلاسه کړي دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||