|
امريکا له زندانيانو سره د ليدو بله غوښتنه هم ونه منله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د متحدو ايالاتو مامورينو د نړيوال سرۀ صليب هغه نوې غوښتنې هم رد کړې چې په خپله ولکه کې د ټولو زندانيانو د ليدو اجازه ورکړي . له بي بي سي سره په يوه مرکه کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت لوړ پوړي قانوني سلاکار جان بيلينگر ومنله چې يو شمير القاعده زندانيان شته خو دۀ د دوى شميره لږه وبلله او ويې ويل چې دغه کسان خورا خطرناکه دي او دوى نه غواړي چې له نورې نړۍ سره تماس ومومي . تر دې وړاندې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنرې لويس اربر خپل تورونه بيا تازه کړي چې متحد ايالات او نورې هيوادونه د شکنجې د مخنيوي چارې کمزورې کوي . له بي بي سي سره په يوه مرکه کې دې پر حکومتونو ټينگار وکړ چې په ښکاره ووايي چې پټ زندانونه لري که نه او يا دا چې گوښه شوي داسې زندانيان لري چې سور صليب يې د ليدو حق نه لري که نه . د چارشنبه په ورځ ملگرو ملتونو کې د متحدو ايالاتو سفير جان بولټن پر دې نيوکې وکړې چې ويل يې د پټو زندانونو رپورټونو د اخلاقو په برخه کې د واشنگټن دريځ زيانمن کړى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه امريکا ومنله چې سور صليب ټول زندانيان نه شي ليدلى08 دسمبر, 2005 | خبرونه د بگرام څخه دتښتيدلو څلورو شکمنو اورپکو پلټنه روانه ده12 جولاى, 2005 | خبرونه ٨٦ افغان بنديان خوشى شول01 مۍ, 2005 | خبرونه د بنديانو د چلن په تړاوو نوى قانون تصويب شو14 جون, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||