BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:53 گرينويچ 2005 ,08 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا ومنله چې سور صليب ټول زندانيان نه شي ليدلى

زندانيان
د امريکا له دې خبرې سره دا شکونه ډير شوي چې گواکې دوى پټ زندانونه لري .
تر اوسه پورې د متحدو ايالاتو ادارې په خپله ژبه کې له احتياطه کار اخيست .

دوى به ويل چې د سرۀ صليب نړيواله کمېټه د دفاع د وزارت په اسانتياو کې پرتو زندانيانو ته لاس رسى لري .

دې خبرې دا پوښتنه پيدا کوله چې د سرۀ صليب نړيواله کمېټه هغو نورو پټو زندانونو ته هم سر ورښکاره کولى شي که نه چې ښايي د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې يا سي اى اې له خوا چليږي .

په جينيوا کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت لوى قانوني سلاکار جان بيلينگر يو وار بيا دا خبره تکرار کړه چې سور صليب په گوانتانامو کې هر زنداني ليدلى شي خو کله چې ورڅخه وپوښتل شول چې دغه کمېټه په نورو ځايونو کې هم زندانيانو ته ورتلى شي که نه ؟ ښاغلي بيلينگر ځواب ورکړ (( نه )) .

دۀ د نورو جزيياتو له ورکړې ډډه وکړه . خو د دۀ څرگندونې به بې له شکه چې داسې شکونه پيدا کړي چې د ترهگرۍ په تور نيول شوي يو شمير لوړ پوړي کسان په پټو ځايونو کې د نړيوالو څارونکو له نظره پناه ساتل شوي دي .

ښاغلي بيلينگر وويل د ځينو پټو زندانونو په باب ادعاوې دومره له مبالغې ډکې دي چې بيخي بې ځايه دي .

اروپا ته د خپل سفر پر وخت د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کانداليزا رايس هم په بيا بيا دا خبره رد کړه چې گواکې متحد ايالات زندانيان شکنجه کوي خو دا مساله به تر هغو غلې نه شي چې د سرۀ صليب نړيوالې کمېټې ته د ټولو زندانيانو د ليدو اجازه نه وي ورکړل شوې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت