BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:00 گرينويچ 2005 ,14 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنديانو د چلن په تړاوو نوى قانون تصويب شو

News image
د قانونون روح په دى ولاړ دى چى بنديان بايد د بند له تيرولو وروسته بيرته د خورا سالمو کسانو په توگه ټولنى ته ورستانه شى
چارواکى دا له نړيوالو معيارونو سره برابر قانون بولى خو په همدى ترڅ کى د عدلى وزير سرور دانش بى بى سى ته په خپلو څرگندونو کى د امکاناتو کمى په بشپړه توگه د دغه قانون د پلى کيدو په لاره کى ننگونه بولى .

د اتوو فصلونو او ٥٤ مادو د ننه په ترتيب شوى دغه قانوکى له بنديانو سره د چلن په تړ تر ډيرى کچى نړيوالو معيارونو ته پاملرنه شوى ده . د ټولو په سر کى د بنديانو د بشرى حقونوخونديتوب د نوى قانون د منځ ټکى دى .

دغه راز قانون له بنديانو سره د هر ډول توپيرى چلن مخه نيسى او په پريکنده ژبه ليکى چى د څارنوال له غوښتنىاو د محمکم له حکم پرته بله هيڅ مرجع د يوه چا ازادى نشى محدودولى . د بنديانو بشرى حقونو ته د نوى قانون د پاملرنى يوه بله بيلگه د قانون اته ويشتمه ماده ده . دغه ماده د هيواد په ټولو زندانونو او توقيف ځايونو کى د خورا سمبالو کتابتونونو د جوړولو حکم کوى

په ټوله کى د قانونون روح په دى ولاړ دى چى بنديان بايد د بند له تيرولو وروسته بيرته د خورا سالمو کسانو په توگه ټولنى ته ورستانه شى . د عدليى وزير سرور دانش بى بى سى ته په خپلو څرگندونو کى د دى قانون تصويب د بنديانو د حقونو د خونديتوب په لاره کى يو لوى پرمختگ وباله خو شک يى په دى وو چى د امکاناتو نشتوالى ښايى پخپله ددغه قانون د پلى کيدو په وړاندى يولوى خنډ وى . نوموړى تر هر څه لومړى د سارى په توگه د هيواد په گڼو ولايتونو کى د مناسبو زندانونو د نشت والى يادونه کوى.

ښاغلى دانش زياتوي چې له شلو نه په زياتو ولايتونو کى شته زندانونه او توقيف ځايونه په اصل کى کرايه شوى کورونه دى . موږ په هيڅ ډول دا امکانات نلرو چى په دغه ډول ځايونو کى د نوى قانون له مخى بنديانو ته د هغوى په پام کى نيول شوى بشرى حقونه خوندى کړو .

د دغه نوى قانون د وضاحت او پلى کولو لپاره په کابل کى د ټولو ولايتونو د اړونده چارواکو په گډون يو دوه ورځينى سيمينار هم جوړ شوې دى .

د شميرو له مخى افغانستان اوس مهال پنځه زره بنديان لرى چى شاوخوا دوه نېم زره يى يواځى په پلازمينه کابل کى ساتل شويدى . په دى کى د تيرو کلونو په پرتله اوس د سياسى بنديانو تله خورا سپکه ده.

د پلټنو او ارزونو له مخى ټول دغه بنديان تر دى دمه د امکاناتو له اړخه په خورا ناوړه شرايطو کى ساتل کيږى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت