|
افغان چارواکو ېو زېات شمېر بهرني اورپکې نېولې دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ده ونه وېل چى نوموړىد کوم هېواد وگړى دى ، خو ځېنې نور امنېتيسرچېني واېې چى نېول شوى اورپکې پاکستانې دى . بل لور ته د کورنېو چارو وزارت وېاند لطف الله مشعل واېى په ټوله کى په وروستۍ ېوه نېمه مېاشت کى په افغانستان کى شاوخوا تلس تنه پاکستاني وگړي د ملي پوځ ، ملې پولېسو او ائتلافي ځواکونو په جلا جلا عملېاتو کى نېول شوې دي .دده په وېنا له ېو شمېر دغو کسانو سره چاودېدونکي توکي او وسلي هم ترلاسه شوې دي . په همدې ترڅ کى د افغانستان ددفاع وزېر جنرال عبدالرحېم ورد ک هم هېواد ته د بهرنېو اور پکو د راتگ پخلې کوى او واېې د ځېنو اورپکو له پو ښتنو او گر وېږنو څخه ترلاسه شوي ، شواهد ښېې چىپه وروستېوکى ېو زېات شمېر بهرنې اورپکي افغانستان ته ننوتي دي . جنرال ورد ک وايي چې دغه څرگندوني پداسي وخت کى کېږې چى ،دې سره همهاله د افغانستان په سوېلې او سوېل ختېځو سېمو کى د مخالف جنگېالو وسله والي حملي زېاتي شوې دي . ځيني افغان امنېتې چارواکي ېې لامل داښېې چىددولت مخالفان غواړي چى په هېواد کى د بې امنېتې په رامېنځته کولو سره راتلونکي پارلماني ټاکني گډوډي کړي . دغلته د اورپکو د حملو په زېاتېدو پسي ، پر پاکستان ، د افغان چارواکو گوت څنډني هم سختي شوي . ځني واېې پاکستان نه ېوازې داچې ،افغانستان ته د اورپکو د راتگ مخه نه نېسي ، بلکي هغوي افغانستان کى ورانکاري ته هم هڅوي . خو پاکستان دا هرڅه ردوي او وايي پاکستان د تره گري په وړاندي د مبارزي د نړېوال ټلوالي د ېو ه مهم غړي په توگه د تره گرو په نېولواو ځپلو کى ډېري برېاوي ترلاسه کړېدي . په همد ې حال کى پاکستا ن غوښتنه کوى چى افغانستان باېد ددواړو هېوادونو تر مېنځ د دېپلوماتېکو اړېکو د اصولو له مخي د نېول شوېو پاکستاني وگړو په هکله دوېته معلومات ورکړي . پداسي حال کى چى په افغانستان کى د ائتلافي ځواکونو چارواکي ، د تره گري په وړاندي په مبارزه کى د پاکستان هلې ځلي ستاېې ، خو ېو شمېر قوماندانان ېې شکاېت کوى چى د افغانستان او پاکستان گډو پولو ته نژدي کله چى په عملېاتو کى پر اورپکو فشار راشي په اساني سره ، د پاکستان خاوري ته اوړي او هلته ځانونه پټوي . آخوا طالبان ادعا کوى چى په افغانستان کى د بهرنېو اورپکو سره نژدي اړېکې لرى . په همدې ترڅ کى عبداللطېف حکېمې چې ځان د طالبانو وېاند بولې ادعا کړې چى د هغو څلور تنو عربانو سره چى دوه ورځي مخکې په بگرام کى د امرېکاېانو د هواېې اډې له زندان څخه تښتدلي دي، هم اړېکې ټېنگ کړې دي . دغه راز د طالبانو ېو پخواني قوماندان ملا داد الله ، د الجزېرې د عربې ژبې ټلوېزېون سره په مرکه کى ادعا کړې چى دوي ، د هوا ضد توغندېو په گډون ، ېو شمېر نوې وسلي ترلاسه کړېدي . مخکې د افغانستان د امنېتې اورگانونو ځېنو لوړ پوړو چارواکو ،هم د داسي راپورونو د ترلاسه کولو خبره کړې وه . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||