 |  دا دوهمه ډله افغانان دى چى خوشى کيږى. | يوى امريکاى پوځى ډلى د بگرام او کندهار په توقيف ځايونو کى له گڼو بنديانو سره تر مرکو وروسته، ٨٦ افغانان پدى نامه له بنده خوشى کړى چى، افغان حکومت او اييتلافى ځواکونو ته گواښ نه بلل کيږى.د خوشى شويو ډيره شميره له سويليزو او سويل ختيځو سيمو څخه دى چى، د ترهگرى او له طالبانو سره د اړيکو په شک او يا د نيمگړو استخباراتى معلوماتو پر بنسټ د امريکاى ځواکونو لخوا بند ته اچول شوى وو. يوه خوشى شوى خبريالانو ته ويلى چى، پدى وروستيو کى له بنديانو سره د امريکاى پوځيانو په چلند، ښه والى راغلى.  |  په خوشى شويو کى داسى کسان هم سته چى، وايى په ناحقه بند ته اچول شوى وو.  |
د سترې محکمې يوه چارواکى عبدالوکيل عمرى دا خبره تايد کړه چى ٧٠ تنه د بگرام د اډى نه او ١٦ تنه په کندهار کى دامرېکې د پوځي اډې نه خوشى شويدى . په روان ميلادى کال کې، دا د بنديانو دوهمه لويه ډله ده چى له بندنه خوشې شوېده. |