BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:59 گرينويچ 2006 ,13 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنديانو د برخليک په اړه انديښنې

په کابل کې د څرخي پله زندان
دوه اونۍ وړاندې د څرخي پله د زندان د دوهم بلاک د بنديانو په بلوا کې چې ٤ ورځې يې دوام وکړ پنځه تنه مړه او نژدې څلويښت کسان ټپيان شول
د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي د پلچرخي په زندان کې په سلگونو هغه کسان بنديان دي چې د بندموده يې پوره ده. د ا سازمان وايي د افغانستان قضايي څانگې د تورنو کسانو د محکمو په دايرولو کې ډير څنډ راولي او بنديان په مياشتو مياشتو بې برخليک د زندان د ميلو تر شا پاتې وي.

د افغانستان د عدليې وزارت بيا وايي دوئ هځه کړې دغه ستونزه ژر تر ژره آواره کړي خو د دوئ په وينا د افغانستان په عدلي او قضايي ډگر کې د وړتيا کموالى شته چې د قانونيت په وړاندې خنډ گرځيدلى.

د څرخي پله زندان کې له بلوا وروسته چې د پنځه کسانو د مړينې او دنژدې څلويښت کسانو د ټپي کيدو لامل شو، د بنديانو ژوندانه او حقونو ته د يو شمير سازمانونو پام ور اوښتى.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان د څرخي پله زندان څخه له ليدنې وروسته وايي هورې په سلگونو بنديان بې برخليک پراته دي. د بشري حقونو دغه سازمان پر عدلي او قضايي څانگو نيوکه کوي چې د بنديانو محکمې څنډوي او ددوئ په وينا گڼ شمير بنديان د ډيرو جزئي مسئلو په پلمه په مياشتومياشتو بنديان پاتې کيږي.

 د افغانستان په زندانونوکې په سلگونو کسان شته چې برخليک ېې ندى معلوم شوى
د افغانستان د بشري حقونو سازمان

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان غړى محمد ابراهيم سعادت وايي ځينې بنديان مې وليدل چې آن محکمو برآت هم ورکړى خو د ضامن يا نقدو پيسود نشتوالي له کبله د نا معلومې مودې لپاره په زندان کې پاتې دي.

همدغه او ددې په شان نورې بيلگې مې د افغانستان د عدليې وزارت له مرستيال ډاکټر محمد قاسم هاشمزي سره شريکې کړې، ښاغلى هاشمزى وايي په دغې برخې کې د قانوني ستونزو تر څنگ د هيواد په عدلي او قضايي څانگو کې د وړتيا کچه ټيټه ده.

دښاغلي هاشمزي په وينا د موقتې سزا دټاکلو د قانون له مخې، که په ٩ مياشتو کې محکمې دتورن په اړه پريکړه وا نوروله، تورن بايد له کوم شرطه پرته خوشې شي، خوښاغلى هاشمزى يادونه کوي چې ستونزه يوازې د عدليې وزارت په اړوندو څانگو کې نده، بلکه څارنوالي او پوليس هم ځينې مهال تورن له ټاکل شوې مودې ډير ساتي.

((په ځينو حالاتو کې پوليس تورن کس له ورکړل شوو ٧٢ ساعتونو څخه چې بايدڅارنوال ته ور وسپارل شي ډيرساتي، او کله بيا څارنوال د پوښتنو گرويږنو لپاره په ورکړل شوي مودې کې خپل کار پاى ته نشي رسوى او بايد د توقيف موده تمديده کړي چې په دغې برخې کې څنډ را منځ ته کيږي. ))

هغه وايي : (( داسې ستونزې په ولاياتو کې ډيرې دي، د بيلگې په ډول توقيف ځايونه له مرکزه ليرې دي چې داسنادو ليږل مرکز ته ډير وخت نيسي او د قانون د پلى کولو د لارې خنډ گرځي. موږ بايد په دې لاره کې اقدام وکړو چې ددغو ستونزو مخه ونيول شي، نو که قانون په همدغه ډول نشي پلى کيدى بايد تعديل شي چې پلى کيدل يې آسان شي او موږ بايد بشري حقونه هم په پام کې ونيسو. ))

 په ځينو حالاتو کې پوليس تورن کس له ورکړل شوو ٧٢ ساعتونو څخه چې بايدڅارنوال ته ور وسپارل شي ډيرساتي،
د عدليي وزارت مرستيال ،ښاغلى هاشمزى

له بنديانو سره بد چلند، يوه بله نيوکه ده چې د افغانستان د بشري حقونو سازمان يې د زندانو پر چارواکو کوي. ښاغلى سعادت وايي د څرخي پله له بنديانو سره له ليدو وروسته، دوئ پتييلې چې بنديان د خپلو بشري حقونو له ٨٠ په سلو کې بې برخې پاتې دي.

د عدليې وزارت مرستيال ښاغلى هاشمزى هم دغه خبره تر يوې کچې مني، او لامل يې هم د وړتيا او لازمې پوهې کمښت ارزوي.

(( وړتيا ټيټه ده، ښوونه او روزنه ټيټه ده، اوس ددوئ د ښوونې او روزنې او دوئ ته له بنديانو سره د چال چلند د ورښودلو کورسونه روان دي، يو شمير هغه بهرني مسلکي روزونکي دوئ ته روزنه ورکوي چې د محبسونو په څانگې کې يې د ملگرو ملتونو له سټنډرډ سره سمې زدکړې کړي.))

خودې هم اړتيا شته چې د زندان پرسونل وڅارل شي چې له بنديانو سره سم او قانوني چال چلند وکړي. خو کله کله داسې هم کيږي چې يو بندي له قانونه سرغړونه کوي او ستونزې جوړوي چې په دې برخه کې هم قانون څرگندونې لري.

په تيرو درې کلونو کې گڼ شمير ورکشاپونه جوړ او ډيرې پيسي لگيدلي چې د زندان چارواکو ته بشري حقونو سره سم د چال چلند زدکړې ورکړل شي.

دوه اونۍ وړاندې د څرخي پله د زندان د دوهم بلاک د بنديانو په بلوا کې چې ٤ ورځې يې دوام وکړ پنځه تنه مړه او نژدې څلويښت کسان ټپيان شول.

څو ورځې وړاندې بيا د يوه هلک مړى د څرخي پله په زندان کې وموندل شو. چارواکي وايي دى يو له هغو بنديانو و چې د بلوا پر مهال وژل شوى، خو بنديانو د بشري حقونو د سازمان غړو ته ويلي چې دغه هلک د دوئ له ډلې لس ورځې وړاندې بيول شوى و او په مړي کې يې داسې نښې نښانې وې چې گواکې پرده جنسي تيرى شوى وې.

د عدليې وزارت چارواکي وايي ددغه هلک مړى د عدلې طب تر څيړنولاندې دى چې معلومه شي د مرگ لامل يې څه دى او جنسي تيرى پرې شوى و که څنگه.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت