 |  په افغانستان کې د متحدو ايالتونو پوځيان | د متحده ايالتونو پوځ منلې ده چې په افغانستان کې اته بنديان د دوى په توقيف کې مړۀ شوي دي، دا شمېره وړاندې رپورټ کړى شوو نه دوه زياته ده.د امريکا پوځي وياند ويلي ددې ټولو پېښو پلټنه شوې ده لږ تر لږ د درېو په اړه اوس هم پلټنه راوانه ده. د امريکا دد فاع وزرات يا پنټاگان دا خبره د بشري حقوقو د څار د نړيوال سازمان لخوا د دفاع وزير دونلد رمز ف فيلډ ته د يوۀ ليک وروسته کړې چې د هغه کسانو لست خپور کړى چې د امريکايانو په توقيف کې مړۀ شوي دي.
 |  ددې ټولو پېښو پلټنه شوې ده اولږ تر لږه د درېو په اړه اوس هم پلټنه راوانه ده.  په افغانستان کې د امريکا پوځي وياند |
د بشري حقونوسازمان په خپل ليک کې ويلي وو چې د داسې نورو پېښو په اړه يې هم معلومات ترلاسه کړي دي او توريې لگولى وو چې واشنگټن د بنديانو دمړېنې په اړه پلټنو کې ځنډ کوي اوپټ يې ساتي. | |  | | نور خبرونه | |
|