BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:28 گرينويچ 2006 ,21 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اروپا د گوانتانامو تړل غواړي

بوش
د اتريش لومړي وزير شوسيل ښاغلي بوش ته يو ډېپلماتيک لکچر ورکړ.
اروپايي مشرانو د گوانتانامو زندان د تړلو لپاره پر ولسمشر بوش زور واچاوه. د اروپايي ټولنې او امريکا د ويانا سرمشريزې په پاى کې د اتريش لومړي وزير اولفگانگ شوسيل وويل چې ولسواکو نظامونو ته نه ښايي چې په سختو شرايطو کې هم خپلو اصولو ته شا کړي. خو په نورو موضوعگانو کې او په دې ډله کې د ايران د اټومي پروگرام په اړه د دواړو خواوو دريځونه سره نژدې وو.

د امريکا او اروپايي ټولنې ترمنځ ترينگليتا په تېرو دريو کلو کې د امريکا له خوا د عراق د جگړې د پيل پر سر د دواړو لورو ترمنځ د واټن په ډېرېدو ډېره شوې ده. دې سرمشريزې د هغوى بېرته نژدې کېدل وښودل، ځکه چې دواړو خپل امنيت ته پېښ گواښونه په ورته ډول وارزول.

ولسمشر بوش د گوانتانامو د زندان په اړه بيخي په ډانگ پييلى غږېده، ويې ويل چې دى هم غواړي "هغه وتړي" او دا کار به تر هغه وروسته وکړي چې د امريکا ستره محکمه د يو شمېر بنديانو د احتمالي محاکمې ځينې پاتې حقوقي پوښتنې حل کړي.

 ولسواکۍ بايد آن تر داسې بوږنونو وروسته لکه پر امريکا د سپټمبر د يوولسمې بريدونه، هم خپل اصول پرېنږدي
لومړى وزير شوسيل

د اتريش لومړي وزير شوسيل د قانون د واکمنۍ په اړه ښاغلي بوش ته يو ډېپلماتيک لکچر ورکړ، ويې ويل ولسواکۍ بايد آن تر داسې بوږنونو وروسته لکه پر امريکا د سپټمبر د يوولسمې بريدونه، هم خپل اصول پرېنږدي.

د دواړو خواو ترمنځ د سوداگرۍ پر نوي نړيوال تړون د خبرو په اړه ژور توپيرونه هم شته. خو د ايران او شمالي کوريا په اړه امريکاييانو او اروپاييانو په يوه زړه خبرې کولې. ولسمشر بوش وويل ايران ته د خپل شکمن اټومي پروگرام د درولو په بدل کې د مرستو وړانديز معقول دى او هغه پر تهران د آگست مياشتې تر پايته رسېدو وړاندې د يوه ځواب د ورکولو زور واچاوه.

په همدې ترڅ کې داروپايي کميسيون مشر خوزې مانويل باروسو له روسيې نه د انرژۍ په برخه کې د لا راڼه چال چلند په اړه د امريکايي غوښتنې ملاتړ وکړ. هغه وويل اروپايي ټولنه د امريکا په څېر له روسيې نه غواړي چې د اتو صنعتي هيوادو راروانه سرمشريزه د انرژۍ د يوه راڼه او بې توپيره نړيوال بازار د جوړولو لپاره وکاروي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت