|
لوى څارنوال: په زرگونو کسان ناقانونه زنداني دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان لوى څارنوال وايي په زرگونو کسان دا مهال په نا قانونه توگه په زندانونو کې ساتل کيږي . ده وويل ددغو کسانو د بند موده پوره شوي او يا ېې پر دوسېې يو کال تېر شوى . عبدالجبار ثا بت د مشرانو جرگې د شکايتونو داوريدو کميسيون ته وويل چې ٢ زره دوسيې ېې له څارنې وروسته محکمې ته ليږلي چې هغوى ېې بايد په اړه پرېکړه وکړي. د جرگگۍ غړو د لوى څارنوال دکارونو څخه دملاتړ په ښکارولو له هغه غوښتنه وکړه چې فشارونو ته سرټيټ نه کړي . د مشرانو جرگې د شکايتونو د اورېدو کميسيون لوى څارنوال د هغو په سلگونوبندېانو د برخليک پوښتلو ته وربللى و چې دا وخت د څرخي پله په زندان کې پراته اوپه يوه کال کې ېې دوسېې محکمې ته نه دې وړاندې شوي . دافغانستان دقوانينو له مخې باېد په لسو مياشتو کې د بندي دوسيه بشپړه شي او که داسې ونشو نو زنداني بايد خوشي شي . دشکايتونو د اورېدو دکميسيون مشر ډاکټر زلمي له لوى څارونوال نه وپوښتل چې ولې لاهم په سلگونوورته کسان بې پوښتنې په زندان کې شپې او ورځې تېروي . لوى څارونوال عبدالجبار تابت بيا وويل چې دغه ستونزې پر کابل سربېره په ولايتونوکې هم شته،چې دده په خبره دزرگونو زندانيانو د بند او د دوسېې د څېړلو قانوني موده تېره شوې او دوى خپل کار ختم کړى خو لاهم بند يان دي .ده ددې کار پړه پر قضايي اورگانونواو د زندانونو په ادارو ور واچوله . (( زموږ لخوا په کابل او ولايتونو کې دوه دوه زره دوسېې محکمو ته ليږل شوى . موږ خپل کار پاى ته رسولى پاتې کار دهغو دى )) ښاغلي تابت ددغو ستونزو د حل ښه لاره د نورو قاضيانو گمارل او د ځېنو قوانينو اصلاح کول وبلل. دافغانستان لوى څارنوال د يو شمېر کسانو د نه نيولو او يا دهغوى په اړه دجدي گام دنه پورته کولو په برخه کې د يولړفشارونو دشته والي اشارې هم ورکړې (( ټول هغه کسان بندي کوم چې قانون پلى نه کړي خو په هغو چې زما زور نه رسيږي څه نه شم ويلى )) همدارنگه لوى څارنوال وپوښتل شو چې د کوم قانون پر بنسټ خلک بنديانوي ؟ ښاغلي تابت وويل چې دڅارنوالۍ په قانون کې ده ته واک ورکول شوى چې د قانون د څارنې پر بنسټ د قانون نه عملي کونکي زندان ته وليږي. پر همدغې موضوع دجرگگۍ د مشر او لوى څارنوال ترمنځ ناندريو زور واخيست اوتندې خبرې يې سره رد او بدل کړې ، خو دلفظي شخړو له سړېدو وروسته دواړوغاړو له خبريالانو وغوښتل چې دغه خبرې دې نه خپروي. | ورسره تړلي نور خبرونه افغان پوليس د فساد په تور نيول شوي دي05 جنوري, 2007 | خبرونه د کندز يو چارواکى د اختلاس په تور ونيول شو02 دسمبر, 2006 | خبرونه لوى څارنوال:د فساد پر ضد هڅې زورواکان شنډوي13 نومبر, 2006 | خبرونه مقبل: کورنيو چارو وزارت کې فساد شته11 نومبر, 2006 | خبرونه افغان ملي راډيو تلويزون کې اختلاس شوى21 سپتمبر, 2006 | خبرونه د اسلامي جمعيت د مرستيال د نيولو امر شوى29 اگست, 2006 | خبرونه افغان دولت :دبډو پرضد به جدي مبارزه وکړو 13 جون, 2006 | خبرونه د کابل په څرخي زندان کې څه تير شوي ؟07 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||