BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:16 گرينويچ 2006 ,13 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
لوى څارنوال:د فساد پر ضد هڅې زورواکان شنډوي

لوى څارنوال
عبدالجبار ثابت د لوى څارنوال په توگه له گمارل کيدو سره سم په حکومتي ادارو کې د شته فساد د مخنيوي لپاره جهاد اعلان کړى
د افغانستان د لوى څارنوال په توگه د عبدالجبار ثابت له گمارلو ايله څه کم درې مياشتې تيريږي .

دى اوس د خپل همدغه درې مياشتني کار تجروبو او په ځانگړي توگه د ده له لورې په حکومتي ادارو کې د فساد خلاف د اعلان شوي جهاد پايلو ته په کتو سره ، زورواکي او د قانون نه پلي کيدل د فساد د مخنيوي په لاره کې تر ټولو لوى خنډونه بولي .

د ښاغلي ثابت له لورې پخپله په پلازمينه کابل ، هرات او بلخ کې په يو شمير لوړ پوړو حکومتي چارواکو د فساد له اړخه د پړې د گوتې ايښوده هغه څه وو چې ده ته يې د رسنيو او ټولنيزو افکاروډير پام ورواړاوه .

خو له بل لورې دى د پړې د همدغه گوتې په نيولو له کلک مقاومت او نيوکو سره هم مخامخ شو .

ان تر دې چې د مهلتونو له ټاکلو سره سره لا هم هغه چارواکي چې ده يې د پلټونو لپاره د نيولو امر کړې وو ، نه يوازې ونه نيول شول ، بلکې له خپلو پخوانيو دندو هم گوښه نه کړاې شول.

په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په مهال په همدې تړاوو گڼو پوښتنو ته په ځواب کې ښاغلي ثابت د يوه بل ځل لپاره پړه د هرات او بلخ په واليانو واچوله .

ده په ځانگړې توگه د بلخ والي يو داسې جنگسالار وباله چې په وينا يې د شخصي لښکرو په زور د قانون د پلي کيدو مخه ډب کوي.

د همدې خبري کنفرانس په مهال د ښاغلي ثابت نوې گوت څنډنه هغوى ته وه چې د شيرپور په تاريخي خولانجمنه سيمه کې يې کورونه جوړ کړي او د دريو کلونو په تيريدو سره يې لا هم د لاندې کړې ځمکې بيه نه ده پرې کړې .

ددغې تاريخي سيمې د لاندې کولو له اړخه له سختو نيوکو سره د حکومت په مخامخ کيدو پسې د وخت د وزيرانو شورا د لاندې شوې حمکې د هرې بسوې په سر ١١ نيم زره ډالره بيه کيښوده .

ښاغلى ثابت وايي چې د ټاکل شوې بېې له مخې په دغه سيمه کې ٢٥٠ کسانو په غيرې قانوني ډول د حکومت پر نژدې ١٤ نيم مليونه ډالرو گيډه اچولې .

د لوى څارنوال گوټ څنډنه دا وه چې که دغه کسان د يوې مياشتې دننه د لاندې کړې ځمکې بيه ونه سپاري نو قانوني بازخواست ته به يې راکاږي .

خو دې ته په پام سره چې دغه ځمکه عامو وگړو نه بلکه د حکومت دننه او بهر د زور د خاوندانو په ولکه کې ورغلې ، دا شک شته چې ښاغلى ثابت به په دې برخه کې هم د هرات او بلخ د ولايتونو په څير له مقاومت او مخالفت سره مخامخ شي .

په تيره بيا دې ته په کتو سره چې د ښاغلي ثابت په مخالفانو کې ان ځينې لوړ پوړي حکومتي چارواکي او مطرح سياسي مشران هم راځي .

خو له بل لورې ښاغلى ثابت د حکومت دننه او بهر داسې گڼ ملاتړي هم لري چې د فساد او درغليو خلاف يې د لا رغنده گامونو پورته کولو ته هڅوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
اوونيز بحث
24 نومبر, 2004 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت