|
مقبل: کورنيو چارو وزارت کې فساد شته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې اداري فساد دومره لويه ننگونه گڼل کيږي چې د ځينو په گومان يې د ولس او حکومت ترمنځ د واټن په پيدا کولو کې لاس لرلى دى. د افغانستان د کورنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل په داسې حال کې چې په خپل وزارت کې يې د فساد شته والى مانه وويل له اداري فساد سره د مبارزې او مرکزي حکومت ته د خلکو د باور راماتولو لپاره بايد دغه لړۍ د کورنيو چارو له وزارته پيل شي. د افغانستان د کورنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل په وينا که چيرې پوليس له قانون سره سم عمل و نه کړي نو دا پر حکومت د خلکو د بې باورۍ ترڅنگ په افغانستان کې ناورين هم راوستلاى شي. (( د دې لپاره چې موږ په واقعي ډول د خلکو په خدمت کې و او خلک وکړاى چې پر موږ اعتماد وکړي، موږ بايد يوه سمه لاره له خپلې ادارې پيل کړو. نشو کولى چې ووايو زموږ په ادارې کې کومه ستونزه نشته. شايد په ډيرو نور حکومتي اداروکې لکه پوليس او داسې نورو کې فساد وي.هغه څه چې له موږ سره مرسته کولى شي هغه له اداري فساد سره مبارزه ده. زموږ بد چار چلند پر موږ د بې اعتمادې لامل کيږي او پر موږ بې باوري د ناورين لامل کيدلاى شي.)) ښاغلي مقبل دا هم ومنل چې د کورنيو چاررو په وزارت کې په ځينو مواردو کې له مراجعينو څخه د بډې اخيستنې ترڅنگ د کورنيو چارو د وزارت وسايل او امکانات د نامسولو کسانو په واک کې ورکول کيږي. دغه د ملي پوليسو له وسايطو د بيلگې په توگه يادونه وکړه چې ځينې وخت د نامسولو کسانو په واک کې ورکول کيږي. له دې وړاندې هم د افغانستان په کورنيو چارو وزارت کې له اداري فساد سره د مبارزې په موخه د ملي پوليسو ځينې قومندانان له خپلو دندو گوښه کړاى شوي و چې يو شمير خلکو او نړيوالو ټولنو، د هغوى پر ځاى د نويو کسانو په ټاکنو نيوکې کړې وې. خو دا چې داځل به دغه لړۍ د کورنيو چارو د وزارت په کومو برخو کې پلي کيږي او څه پايلې به لري لا تر اوسه نه ده په ډاگه شوې. | ورسره تړلي نور خبرونه د فساد ضد افغان کميسيون جوړ شو29 اگست, 2006 | خبرونه افغان دولت :دبډو پرضد به جدي مبارزه وکړو 13 جون, 2006 | خبرونه اوونيز بحث24 نومبر, 2004 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||