|
افغان دولت :دبډو پرضد به جدي مبارزه وکړو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ولسمشر وياند کريم رحيمي وويل ډير ژر به د اداري فساد او بډې اخيستنې په وړاندې يولړ نوي جدي گامونه پورته شي دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرگې کې عدلي او قضايي اصلاحاتو استازي په افغانستان کې قانوني سرچينې په بډو او اداري فساد تورنوي. د ولسمشر وياند کريم رحيمي نن په يوې خبرې ناستې کې وويل د وزيرانو په غونډې کې د اداري فساد او بډې اخيستنې په اړه سلامشورې شوي او په نژدې راتلونکي کې به يې پايلې په ډاگه شي. ښاغلي رحيمي وويل په پام کې ده چې د افغانستان په لويه څارنولۍ کې د بډې اخيستنې او رشوت پر ضد اختصاصي څارنوالي او په سترې محکمه کې په دې اړه يو اختصاصي ديوان جوړ شي. هغه زياته کړه دغه کار به د يو شمير حقوقي اداروله وړانديزونو وروسته تر سره شي. هغه همدارنگه يادونه وکړه چې د بډې اخيستنې د جزا په قانون کې به هم ځيني بدلونونه راوستل شي چې رشوت اخيستونکي له کلکې سزاسره مخامخ شي. خو د ولسي جرگې د عدلي، قضايي او اداري فساد پر ضد د کميسيون غړې ملالۍ شينوارې وايي تر قانون د قانون پلي کول مهم دى چې دا کار لا د دې په وينا لا ندى شوى: په افغانستان کې د اداري فساد او بډې اخيستنې له امله ډير خلک پر دولت نيوکه کوي. او وايي د اداري فساد پرضد مبارزې کې دولت پاتې راغلى دى. د يو شمير لوديدځو ورځپاڼو هم پر افغان دولت دا نيوکه ده چې گواکې په ادارو کې فساد او بډې اخيستنې ورځ په ورځ ډيريږي. افغان دولت د اداري فساد د مخنيوي لپاره داداري اصلاحاتوپه نامه کميسيون جوړ کړى دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||