BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:29 گرينويچ 2007 ,05 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان پوليس د فساد په تور نيول شوي دي

پوليس
په افغانستان کې فساد او د پوليسو له خوا د خلکو د ځورونې مساله د ځينو په گومان خورا جدي ده چې پوره پام نه دى ورته شوى .
په افغانستان کې د ملي پوليسو د روزنې او د دوى د شميرې د بشپړولو لپاره له ډيره وخته د جرمني او متحدو ايالاتو په مرسته کار روان دى .ځينې افغانان شکايت لري چې د دغه کسانو په گمارنه کې له هغه اول سره دقت نه دى شوى . خو دا هغه تور دى چې چارواکي يې ردوي .

د پوليسو له خوا رشوت اخيستل او د عادي کسانو ځورونه د ځينو په گومان د لږ معاش او د جگړو د کلونو ميراث دى . دا هغه ستونزه ده چې حل لاره يې ژر نه ليدل کيږي. خو افغان چارواکي وايي چې دوى ورته هوډ کړى او هڅه يې دا ده چې ژر تر ژه دغه مساله حل کړي .

په پلازمينه کابل کې نيول شوي وروستي پوليس په دې تور نيول شوي چې له موټو چلونکو څخه يې په ناقانونه ډول پيسې اخيستې .

د کابل د امنيه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر مل پاسوال عليشا پکتياوال وايي دغو درو نيول شويو پوليسو به د شپې مهالې له موټر چلونکو پيسې غوښتې چې باالفعل ونيول شول.

دا لومړى ځل نه دى چې په کابل کې افغان پوليس د فساد په تور نيول کيږي له دې وړاندې هم ځينې افغان پوليس په دې ته ورته تورونو نيول شوي دي.

ځينې کسان که څه هم دغه ډول نيونې گټورې بولي خو زياتوي چې تر څو د دوى په وينا غټو کبانو ته لاس وانه چول شي د وړو په نيولو ښايي دغې ستونزې ته د پاى ټکى کېنښوول شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
اوونيز بحث
24 نومبر, 2004 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت