|
د کندز يو چارواکى د اختلاس په تور ونيول شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کندز په ولايت کې په لومړي ځل د اختلاس په تور د گمرگ يو لوړ پوړى چارواکى نيول شوى دى . د شيرخان بندر د مهم سوداگريز مرکز د گمرک پر يوۀ کارکونکي د څارنوالانو په وينا دا تور سپين شوى چې گواکې د محصول پيسې يې خپل جيب ته اچولي دي . د کندز ولايت په تر ټولو لوى او مهم سوداگريز بندر کې د اختلاس مساله د دغه ولايت د څارنوالۍ چارواکي د فساد په وړاندې اخيستل شوى مهم گام بولي . د کندز د څارنوالۍ په وينا د شيرخان بندر د گمرک يوۀ لوړ پوړي چارواکي له تاجکستان څخه د راغليو څه باندې دوو سوو لاريو ماليه خپل جيب ته اچولې ده . د دوى په وينا دغه پيسې نژدې اويا زره ډالر کيږي . چارواکي دا د فساد پر ضد د اعلان شوي هغه جهاد يوه برخه بولي چې لوى څارنوال څه موده وړاندې په ټول افغانستان کې پيل کړى و . د کندز ولايت مسوولين د دوى په وينا دا په سم لوري مثبت پيل دى چې لا به هم دوام مومي . د دغه ولايت اوسيدونکيو تل د فساد پر ضد د گام پورته کيدو غوښتنه کوله . | ورسره تړلي نور خبرونه لوى څارنوال:د فساد پر ضد هڅې زورواکان شنډوي13 نومبر, 2006 | خبرونه مقبل: کورنيو چارو وزارت کې فساد شته11 نومبر, 2006 | خبرونه د فساد ضد افغان کميسيون جوړ شو29 اگست, 2006 | خبرونه افغان دولت :دبډو پرضد به جدي مبارزه وکړو 13 جون, 2006 | خبرونه اوونيز بحث24 نومبر, 2004 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||