|
د اسلامي جمعيت د مرستيال د نيولو امر شوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان لويې څارنوالۍد مجاهدينو دمهال د اطلاعات او فرهنگ دوزير او د ولسمشر حامد کرزي د پخواني سلاکار محمد صديق چکري دنيولو حکم ورکړى دى. د افغانستان لويې څرنوال عبدالجبار ثابت وايي نوموړي هغه وخت د قاضيانو سپکاوى کړى دى چې په په يوې قضايي غونډى کې پوښتنې ځوابولې. نوموړى ځکه غونډې ته رابلل شوى و چې دمځکو د غصب تور پرې لگيدلى دى،دا لومړى ځل دى چې لويه څارنوالي دغه راز يو حکم صادروي. د افغانستان لويې څارنوالۍ د مجاهدينو د ډلې د يو پيژندل شوي کس محمد صديق چکري د نيولو حکم له دې کبله ورکړى دى چې چې قاضيانو ته يې گواښونه کړي او دهغوى سپکاوى يې کړى دى . ښاغلى چکري د مجاهدينو د واکمنۍ په کلونو کې د اطلاعت او کلتوروزير و او په راورسته وخت کې د ولسمشر حامد کزي سلاکار پاتې شوى دى. ا فغانستان لوى څارنوال عبدالجبار ثابت يوې خبري غونډې ته وويل چې قاضيا نو ته د گواښونو او سپکاويي په تور يې د ښاغلي چکري د نيولو حکم ورکړى دى ښاغلي ثابت وويل چې د محمد صديق چکري د نيولو حکم درې ورځې مخکې ورکړل شوى دى ،خو تر اوسه ځکه نيول شوىنه دى چې ځينې دولتي کړۍ يې ملاتړ کوي،هغه ويل چې دا ستونزه به ډيره ژر هواره شي او ښاغلى چکري به د قانون منگولو ته وسپارل شي. په دې وروستيو کې د مځکو پر سر حقوقي لانجې ډيرې شوي دي ،په داسې حال کې چې دغه ستونزه ورځ په ورځ پسې غځيږي خلک سر ټکوي چې په قضايي ادارو کې د فساد له کبله دغه دعوې په سمه توگه نه څيړل کيږي. دغه خلک وايي چې په زور سره ځينې خلک جعلي اسناد جوړوي او دنورو خلکو مځکې او شتمنۍ پرې نيسي. کارپوهان وايي چې دامهال دافغانستان په محکمو کې په زرگونو داسې دعوې ثبت شوي دي چې د مځکو،کورونو او نورو شتمنيو پر سردي. تر دې چې افغان دولت هم د مځکو په لانجو کې ښکيل دى ځکه چې په زرگونو جريبه مځکې يې د ځينو قومندانانو او ځواکمنو له خوا نيول شوي دي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||