|
افغان ملي راډيو تلويزون کې اختلاس شوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان لوېې څارنوالۍ په عدلي او قضايي نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو خبر ورکړ . د افغانستان لوى څارنوال عبدالجبار ثابت چې نوى له هرات نه راستون شوى نن ( پنجشنبې د وږي ٣٠ د سپتمبر ٢١ ) په يو خبري کنفرانس کې وويل چې ددغه ولايت زيات شمير لوړ پوړي قضايي چارواکي يې د اختلاس ، بډو او د زندانيانو سره د ناسم چلند په تور له کاره گوښه کړي دي . د افغانستان لوى څارنوال چې د څارنوالانو ٢٠ کسيزې ډلې سره يو ځاى هرات ته تللى و په کابل کې يې خبريالانو ته وويل چې په هرات کې يې د استناف او نظامې څارنوالۍ مشران له کاره گوښه کړل او د شينډنډ ولسوالۍ څارنوال ېې هم له کاره گوښه کړ . ښاغلي ثابت وويل چې دغه کسان يې د بډو ، اختلاس او له زندانيانو سره د ناسم چلند په تور له کاره گوښه کړل . د هغه په وينا د فراه ، بادغيس او غور ولايتونو څارنوالان ېې هرات ته وغوښتل او د اداري فساد په له منځه وړولو کې يې ورسره خبرې اترې وکړې . لوى څارنوال زياته کړه چې د انجيل څارنوالۍ مشر يې په دې تور چې يو کس يې بې گناه بندي کړى وو او د تورغنډۍ د گمرک مشر يې د ٥٣ ميليونو افغانيو په اختلاس بنديان کړل کړ . لوى څارنوال د افغانستان په ملي ټلويزيون کې د ٤٠٠ زرو ډالرو د اختلاس خبره هم وکړه او ويې ويل چې په دې اړه پلټڼې پيل شوي دي . ښاغلي ثابت وويل چې د افغانستان د سوداگرۍ وزارت درې تنه چارواکي او د کابل ولايت په څارنوالۍ کې يې ٤٠ تنه د بډو او اختلاس په تور له کاره گوښه کړي دي . هغه د سوداگرۍ وزارت د چارواکو له نوم اخستلو ډډه وکړه . لوى څارنوال زياته کړه چې په نژدې راتلونکو کې د افغانستان شمالي او ختيځو ولايتونو ته به هم د اداري فساد د له منځه وړولو په موخه سفر وکړي . عبدالجبار ثابت چې څه باندى يوه مياشت وړاندې د افغانستان د لوى څارنوال په توگه وټاکل شو هغه مهال يې له اداري فساد سره جهاد اعلان کړ . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||