|
د کابل په څرخي زندان کې څه تير شوي ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د جوړيدو اړتيا د کابل ښار ختيځ پلو په ٢٠ کيلو متري کې پروت د څرخې پله زندان د مرحوم محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شو . تر دې وړاندې د افغانستان مرکزي زندان د ښار په مرکز دهمزنگ کې وو . خو د هغه له شتون سره سره ، دڅه لپاره داود خان پر يکړه وکړه چې دغه زندان جوړ کړي ؟ په دې اړه مختلفې نظريې ورکول کيږي . د افغانستان د چارو يو شنونکى عبدالحميد مبارز وايې له داود څخه وړاندې څرخي پله کې د هيواد د مرکزي زندان د جوړولو تصميم نيول شوى وو . د ښاغلي مبارز په وينا د لومړي ځل لپاره محمد هاشم خان چې هغه مهال د افغانستان لومړى وزير و ، ددغه زندان د جوړولو پلان مخې ته کړ. " سر دار محمد هاشم خان د خپل حکومت په وروستيو کلونو کې تصميم ونيوه چې په څرخي پله کې محبس جوړ کړي چې دغه کا ر ونه شو . کله چې دده د حکومت دوره پاى ته ورسېده ، ځاى ناستي يې سردار شاه محمود خان دغه پلان عملي نه کړ . خو کله چې سردار محمد دواد خان په افغانستان کې د حکومت واگې ترلاسه کړي ، پريکړه يې وکړه چې د څرخي پله زندان د جوړولو کارپيل او بشپړ کړي ." ښاغلى مبارز د دې پريکړې يو لامل دابولي چې دده په وينا د دهمزنگ زندا ن ډير زوړ وو او د بنديانو د ساتلو لپاره يې سمې آسانتياوې نه درلودې . ډير ى نور هم ورته نظر لري . د مشعل د خپرونې چلونکى فضل الرحمن اوريا يو له دغو کسانو څخه دى چې وايې دا يوه اړتيا وه چې حکومت د هغه وخت له شرايطو سره سم يو زندان جوړ کړى واى .
" داود خان څو هدفه درلودل . د همزنگ زندان له خټو جوړ شوى وو او ډير پخوانى زندان وو . زه په کوچني والي کې ورغلى وم چې اصلا په کې د اوسيدو سم ځاى نه وو . د زندانيانو د ساتلو ظرفيت يې کم و او د هغوى د ساتنې امکانات يې هم ښه نه و . بله داچې زندان بايد له ښار بهر واى ." بل لوري ته د ځينو په وينا دهمزنگ يو ويرونکى زندان و چې له لويه سره يې په خلکو کې ډير نوم بدى وو . د پوځ يو متقاعد افسر احمد علي ديدار د همدې خبرې پخلى کوي او وايې د دهمزنگ د زندان کوټې ډېرې وړې او نمجنې وې او د گوزارې وړ نه وې . ښاغلى ديدار په دې اړه د زندان د يوه قوماندان يوه خبره يادوي چې هغه مهال يې د زندانانيانو په اړه کړې وه . خطرناک زندان " د خلکو له وينا سره سم دا ډير يو خطر ناکه زندان و چې خلکو د مرگ ځاى باله . يو مهال زندان دننه د جرنيل کلا په نوم يو نوى زندان جوړ يده . هغه انجينير چې د زندان نقشه جوړوله ، قوماندان ته يې وويل چې د زندان نوې جوړېدونکې دارنگه د همزنگ په زندان کې د بنديانو د ځو رونو او شکنجو په اړه هم ډېرې کيسې کيږي چې په ښکار ه په کې د بنديانو بشري حقونه تر پښو لاندې کيدل . نو ځکه ښاغلى ديدار وايې داود خان غوښته چې څرخي پله کې د زندان په جوړولو سره ، دغو ناخوالو ته د پاى ټکى کيږدي . خو ځنې نور بيا وايې د څرخې پله د زندان په جوړولو سره داود خان نورې موخې هم لرلې . د افغانستان د ملي متحد گوند مرستيال مياه گل خالد وايې ښايې داود خان غوښته چې زندان له خپلو مخالفانو څخه ډک کړي . " دا يو واقعيت دى چې هر رژيم ځانته مخالفين هم لري او يو شمير کسان د رژيم سره مخالفت کوي . جوته ده چې رژيمونه د خپلو مخالفينو د ټکولو په موخه هغوى زندان کې اچوي . طبعا داود خان هم نه غوښته چې څو ک دده ، د افغانستان او دده د رژيم په مخالفت کې ودريږي . دارنگه ده غوښته چې بنديان په يوه مرکز کې ټول او وساتي چې په همدې وجه يې دغه زندان جوړ کړ ." افغان ورځپاڼه ليکونکى داد نوراني هم نژدې ورته نظر لري او وايې څرخي پله کې د زندان له جوړولولو څخه د اود خان سياسي موخې درلودې چې دده په وينا زندان ته په اچولو سره ،خپل مخالفين وټکوي . " داود خان داسې پلان درلود چې د وخت له شو روي اتحاد څخه مخ واړوي او دغه زندان يې ددې لپاره جوړوو چې خپل مخالفين په کې واچوي چې د هغوى د پاڅون مخه ونيسي."
خو يو شمير نور بيا تر ډيره ددغه ډول انگيرنو مخالفت کوي اووايې دواد خان د زورزياتيو مخالف و او غوښتل يې چې په افغانستان کې ولسواکي پلى کړي . بله خوا ، يو شمير کسان بيا ، څر خي پله کې د زندان د جوړېدو موضوع د زندان د امنيت له مسالې سره هم تړي . د پوځ يو افسر حکيم چې څو کاله د څرخه پله په زندان کې بندي وو وايې له امنيتي پلوه ، د غه زندان ، ددهمزنگ ترهغه ډير کلک او مظبوط جوړ شوى دى . " د څرخي پله زندان ډير پوخ جوړ شوى او لوړ پاخه ديوالونه ترې راتاو دي . د زندان د انگړ په مختلفو گوښو کې د څار برجونه دي او بنديان له زندان څخه د تښتيدو هيڅ ډول امکان نه لري ." د ښاغلي حکيم په وينا ،د زندان بلاکونه او ودانۍ هم داسې جوړې شوې چې د زندان او بنديانو د ساتلو کار يې آسانه کړى دى . " د زندان په بلاکونو کې د هرې کوټې په وړاندې چې بنديان په کې وي، د اوسپنو نهه درواز ې دي . نوځکه گرانه ده چې بندي وکولى شي چې له زندان څخه وتښتي " پر زندانيانو کار خو د امنيت سربير ه د ښاغلي مبارز په وينا ، څرخي پله کې د زندان د جوړېدو يو ه موخه داهم وه چې د بند پر مهال بنديانو ته د نورو آسانتياوو د برابريدو تر څنگ ، هغوى ته د مسلکي زده کړې او کار زمينه هم برابره شي . " د کورنيو چارو وزارت هغه مهال پلان درلود چې په زندانو کې لاسي صنايعو ته وده ورکړي . نو ځکه زندان بايد داسې جوړ شوى واى چې بنديانو ته يې د زده کړې او مسلکي روزنې زمينه برابره کړې واى او ددې هدف داو چې بندي له بند څخه د خلاصيدو پر مهال بايد په يوه مسلک کې هم مهارت لرلى "
له همدې کبله ، د څرخي پله زندان يوه پراخه صنعتي برخه لري . د زندان اوسنى قوماندان لوى پاسوال محمد قيس فصحي وايې دغه برخه سلگونو بنديانو ته د مسلکي روزنې او د کار امکانات برابر وي . " دغه برخه د فلز کارۍ ، قالين اوبدلو ، ترکاڼۍ او موټر جوړولولو څانگې لري . بنديان کولى شي چې کار کولو سره په دغو برخو کې مسلکي مهارت ترلاسه کړي او له زندان نه په وتلو سره د غلا پر ځاى ، کار وکړي او خپل ژوند پر مخ بوځي " زندان د يو شمير پخوانيو کارکونکو د وينا سره سم تيرو دوه لسيزو کې د څرخي پله په زندان کې توليد شوې قالينې د لوړ کيفيت څخه برخمنې وې . په زندان کې توليد شوي ميزونه او څو کۍ د ډيرو ښونځيو او موسسو اړتياوې پوره کولې . په دې ډول يو شمير بنديانو د بند د تيرولو پر مهال د زده کړې سربيره ، کولى شواى چې دغلته په کارکولو سره خپلو کورنيو سره اقتصادي مرسته هم وکړي . د دې لړۍ نورې برخې هم ډير ژر د همدې وېبپاڼې پر پاڼو لوستلى شئ بل پلو د څرخې پله زندان د جوړولو موخه دا هم ښودل کيږي چې له بنديانو سره د قانون سره سم چلند وشي او د هغوى بشري حقونه خوندې شي . خو د ښاغلي نوراني له وينا سره سم ، تيرو نژدې درې لسيزو کې افغانستان کې د بيلابيلو واکمنيو پر مهال ددغو موخو خيال ونه ساتل شو او د رژيمونو ، گوندونو او ډلو د مخالفانو د ټکولو او زورونې په مرکز بدل شو . " د تره کي ، امين ، کارمل او نجيب د واکمنيو پر مهال ، زندان په وژن ځاى بدل شو او د معلوماتو تر مخه له همدې ځاى نه زرگونو کسان پليگون ته يوړل شول او له محکمې پرته ووژل شول ." د پوليسو د يو شمير چارواکو په وينا ، له دهمزنگ څخه راوړل شوي کسان ،د څرخي پله د زندان لومړني بنديان وو . خو ١٩٧٨ ميلادي کال ، د غوايې د اوومې کمونستي کودتا څخه وروسته ، له زندان څخه پراخه استفاده پيل شوه . هغه مهال په افغانستان کې واکمنو د خلک او پرچم ډلو د خپلو مخالفانو څخه زندان ډک کړ . د افغان مجاهدينو او طالبانو پر مهال هم ورته کار وشو چې ويل کيږي په بيلابيلو پړاونو کې ډيرى کسان له زندان څخه ترې تم شول او تر ننه پورې يې کورنۍ نه پوهيږي چې دوستان او عزيزان يې څه شول . پر دغو پيښو سربيره ، تير کې څرخي پله کې اچول شوي يو شمير کسان د خپلو سياسي سيالانو له خوا داسې ټکو ل او زورول شوي چې وايې دوى ته د ورپيښو ناروغيو له کبله اوس هم کړيږي . | ورسره تړلي نور خبرونه د بنديانو د برخليک په اړه انديښنې 13 مارچ, 2006 | خبرونه د څرخي پلۀ بلواگر ليدۀ کاتۀ غواړي27 فبروري, 2006 | خبرونه د افغانستان شمال کې لا هم شخصي زندانونه شته21 جنوري, 2006 | خبرونه د بنديانو د چلن په تړاوو نوى قانون تصويب شو14 جون, 2005 | خبرونه په ماسکوکې د افغانستان او روسيې تر منځ دبنديانود سپارلو يو تړون لاسليک شو23 مارچ, 2005 | خبرونه د څرخي زندان نښتې شپږ کسان ووژل . 17 دسمبر, 2004 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||