BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:17 گرينويچ 2006 ,27 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د څرخي پلۀ بلواگر ليدۀ کاتۀ غواړي

د څرخي پلۀ زندان
د کابل ښار په ختيځ کې د څر خي پله زندان په شاوخوا کې په ظا هره يو ډول چوپتيا خپره ده ، خو کله کله د زندان له دننه څخه ، د بلوا کوونکو بنديانو د الله اکبر غلي غږونه دغه چوپتيا ماته کړي .
د کابل ښار په ختيځ کې د څر خي پله زندان په شاوخوا کې په ظا هره يو ډول چوپتيا خپره ده ، خو کله کله د زندان له دننه څخه ، د بلوا کوونکو بنديانو د الله اکبر غلي غږونه دغه چوپتيا ماته کړي .

د زندان شاوخوا سيمې بشپړ پوځي حالت لرى .

د پوليسو په سلگونو سرتيري ، د زندان دننه د بلوا کوونکو بنديانو د بلاکونو چار چاپيره مورچې نيولي دي .

د زندان د څلورو گوښو د څار په برجونو کې هم د درنو ماشينگڼو تر شا ه يو شمير پوليس لاس په ماشه ناست دي .

د ملي پو ځ په سلگونه سرتيري بيا د زندان د کلا چار چاپيره ، په دويمه ليکه کې پراته دي چې د اړ تيا پر مهال د پوليسو ملاتړ وکړي .

د زندان وره ته ورڅيرمه د امريکايي او سوله ساتو ځواکونو زغروال گاډي هم د حالاتو د کابو کولو په موخه ځاى پر ځاى شويدي .

امنيتي ځواکونو خبريالان هم له زندان څخه ډير لېرى ايسار کړي او اجازه نه ورکوي چې له نژدې څخه حالات وڅاري .

چارواکي هم دومره نه حاضريږي چې د زندان دننه د بلوا د حالت په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړي .

خو تر دمه يوازې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون يو ه چارواکي چې د بلواکو نکو بنديانو بلاکانو ته ورغلى او د هغوى سره ېې له نژدې خبرې کړي دي ، د بلوا کونکو د وضعې په اړه معلومات ورکړل .

ښاغلي سادات وويل چې د بلو ا کونکو بنديانو روغتيايي حالت خراب دى . دويمه ورځ ده چې دوى ته خورا ک څښا ک ندى ورسيدلى .

ښاغلى سادات وايي چې بنديانو له دوى سره د څارنوالانو او امنيتي کسانو له ناوړه چلند څخه شکايت کړى .

د ارنگه يو شمير دغو بنديانو له دې امله هم شکايت کړى چې په خبره ېې عدلي او قضايي چارواکو ېې د برخليک د معلومو لو په برخه کې د قانون سره سم چلند ندى کړي .خو دولتي چاروکو دغه تورونه رد کړيدي . ليکن په دې منځ کې په رښتيا هم داسي بنديان شته دي چي دري څلور کاله بې سرنوشته بنديان دي .

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون دغه چارواکي دا هم ويلي دي چې په ډزو کې د بلوا کونکو بنديانو څخه ٤ تنه وژل شوي او نژدې ٤٠ تنه نور ېې ژوبل شويدي چې تر اوسه روغتون ته ندي ليږديدلي .

بل لورته ځيني راپورونه وايي چې بنديانو ، په افغانستان کې د سولې د غښتلتيا او پخلاينې د ملي کميسيون د مشر او د مشرانو جرگې د ريس حضرت صبغت الله مجددي سره د کتنې غوښتنه هم کړې ده .

خو تر اوسه له دوى سره د چارواکو د ليدنې په اړه څه ندي ويل شوي .

له دي سره همهاله چې دغه لانجه روانه ده ، د بنديانو د وضعې په اړه د هغوى د کورنيو انديښنې هم زياتې شويدي . ددغو کورنيو يو شمير غړي د څرخي پله زندان ته ورڅيرمه ټول شويدي او په بې صبري سره غواړي چې په زندان کې د خپلو بنديانو د ژوند په اړه ځانونه ډاډه کړي .

د طالبانو د نژدې ٣٠٠ کسانو په گډون شاوخوا ١٣٠٠ بنديانو وړمه شپه هغه مهال بلوا وکړه چې د زندان د ځانگړو جامو له اغوستلو څخه ېې ډډه وکړه .

که څه هم د زندان په شاوخوا کې د پوځيانو پياوړى شتون داښيي چې ښاېې د اړتيا پر مهال د بلوا کونکو په وړاندې پوځي عمل وشي، خو چاروا کي وايي د مرگ ژوبلي د مخنيوى لپاره هڅه کوي چې له سوله ييزي لارې دغه لانجه اواره کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
د کابل په زندان کې بلوا شوې
26 فبروري, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت