|
له باگرامه ٤٧ زندانيان خوشي شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه بنديان د طالبانو له ارپکې ډلې سره د اړيکي په تور نيول شوي وو. د سولې د ټينگښت د کميسيون دمشر صبغت الله مجددي په وينا تر دې دمه په ١٣ ډلگيو کې ٣١٤ بنديان د بگرام له زندانه خوشي شوي خو درې تر څلور سوو نور اوس هم د ائتلافي ځواکونوپه بند کې دي. ښاغلى مجددي وايي هڅه کوي د ائتلافي ځواکونو له بنده ټول افغان بنديان راخوشې کړي. دده په وينا د کيوبا دگوانټانامو په بند کې يوازې ١٠٠ افغان بنديان پاتې دي. راخوشې شوى بندي محمد اشرف چې دکندهار وگړى دى وايي دى يې له خپلې سيمې نيولى وو او د بيگناهۍ ادعا يې وکړه. يوه بل راخوشې شوي بندي پاچا خان وويل له ده سره ښه چلند کيده، لمانځه او سپورټ ته پريښودل کيده. سربيره پردې چې د بگرام په بند کې د زورونو انديښنې وې خو پاچا خان وايي ، په زندان کې هيځ ډول زورونه نه وه. په ٢٠٠٢ م کال کې دوه افغانان دوهلو ټکولو له امله د بگرام په زندان کې مړه شول چې ١٥ امريکايي سرتيري د وژنې په تور تر پوښتنو لاندې راغلل. يوکال وروسته د دفاع وزارت دمړي پيژندنې د رپوټ پر بنسټ يوبل افغان هلمند ولايت کې د ائتلافي ځواکونو په زندان کې ومړ. | ورسره تړلي نور خبرونه د بگرام څخه دتښتيدلو څلورو شکمنو اورپکو پلټنه روانه ده12 جولاى, 2005 | خبرونه د بنديانو د چلن په تړاوو نوى قانون تصويب شو14 جون, 2005 | خبرونه ٨٦ افغان بنديان خوشى شول01 مۍ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||