BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:15 گرينويچ 2006 ,21 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان شمال کې لا هم شخصي زندانونه شته
زندانونه
د بشري حقونو کميسيون وايي تير کال د ولسمشر کرزي په مرسته د ٤٠ شخصي زندانونو مخه ونيوله شوه .
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمسيسون وايي له څه پرمختگ سره سره لا هم د افغانستان په شمال کې شخصي زندانونه شته .

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون وياند احمد نادر نادري له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل لا هم په ځينو شمالي ولايتونو کې د دۀ په وينا زورواکي له ولس نه باج اخلي .

ښاغلي نادري وويل د شمال په ځينو ولايتونو کې د وگړو جايدانونه د زورورو په لاس کې لا هم پاتې دي .

د افغانستان د بشري حقونو د کميسيون وياند دا مني چې د تير کال په پرتله اوس وضعه يو څه ښه شوې ده .

دۀ د پوليسو چلند تر پخوا ښه وبالۀ او دا يې هم وويل چې د قضايي چارو مسوولين ، واليان او د ولايتونو نور چارواکي اوس د بشري حقونو د کميسيون غوښتنو ته غوږ دي .

ښاغلي نادري په مزار شريف کې له حنان حبيبزي سره په مرکه کې وويل چې له ځينو ښېگړنو سره هم داسې جدي ستونزې شته چې د دوى کميسيون پرې اندېښمن دى .

ښاغلي نادري زياته کړه چې په ټول افغانستان کې د تير کال په ترڅ کې له بشري حقونو څخه د شويو سرغړاويو په سلو کې ١٥ يوازې په څلورو شمالي ولايتونو کې شوې دي.

دۀ وويل ځينې قومندانان شخصي زندانونه لري . ښاغلي نادري د دغو زندانونو په باب زياته کړه چې دوى ته لږ تر لږه د دوو شخصي زندانونو رپورټ ورکړل شوى خو دوى پرې نوره څيړنه کوي .

ښاغلى نادري د بلخ ولايت په مرکز کې د خپل کميسيون پر هغو هڅو غږيدۀ چې په تيرو څلورو کلونو کې يې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره کړي دي .

د افغانستان د بشري حقونو د کميسيون په وينا تير کال په دغه هيواد کې ٤٠ شخصي زندانونه د ولسمشر حامد کرزي په مرسته تړل شوي دي .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت