BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:15 گرينويچ 2006 ,15 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولسمشر کرزي په وياړ افغان زندانيان خوشي شول
زندانيان
دغه افغان کډوال په پاکستان کې د ناقانونه استوگنې په تور نيول شوي وو .
د پاکستان له تر ټولو لوى ښار کراچۍ څخه د چارشنبې په ورځ ( د سلواغې ٢٦ د فبروري ١٥ ) په سلگونو افغان زندانيان خوشي شول .

دغه ٥٦٢ افغانان په پاکستان کې د ناقانونه استوگنې په تور نيول شوي وو . د يادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکي او ملگري ملتونه وايي چې لا هم په دغه هيواد کې تر دوو ميليونو ډير افغانان د کډوالۍ ژوند کوي .

دغه کډوال پر افغانستان باندې د شوروي يرغل له کلونو په پاکستان کې اوسيږي .

د کراچۍ د زندان چارواکو خبري اژانسونو ته ويلي دي چې دغه افغانان په ١٢ بسونو کې د افغانستان د سرحد په لور ليږدوي .

دغه زندانيان په داسې وخت کې خوشي شوي چې افغان ولسمشر حامد کرزى اسلام اباد ته له يوۀ لوى پلاوى سره رارسيدلى دى او غواړي چې د ترهگرۍ پر ضد مبارزې کې د اسلام اباد د چارواکو لا ډيره همکاري ومومي .

د افغانستان ولسمشر به په دغه سفر کې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او د دغه هيواد لومړي وزير شوکت عزيز سره وگوري .

له ښاغلي کرزي سره په دغه سفر کې د کابينى ځيني غړي ، د مشرانو او ولسي جرگو استازي او د ځينو ولايتونو واليان هم شامل دي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر عبدالله له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې د دغه سفر نيت لا پخوا شوى وو .

ښاغلي عبدالله وويل چې افغانستان به له پاکستان سره د ترهگرۍ په برخه کې د لا زياتې همکارۍ په باب خبرې وکړي .

ولسمشر کرزى به پاکستان ته په خپل سفر کې د هغه هيواد په پوځي اکاډمۍ سرتيرو او افسرانو ته وينا وکړي همدارنگه په پام کې ده چې د پاکستان ځينو سواداگرو او خصوصي متشبيثينو سره هم وگوري .

په پاکستاني رسنيو کې خبر ورکړل شوى چې ولسمشر کرزى به چارسدې ته هم ځي چې د مخکښه پښتون سياستوال خان عبدالولي خان فاتحه وکړي .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت