|
ولسمشر کرزى سبا پاکستان ته روان دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د وروستيو تاوتريخوالو د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزى سبا ( چارشنبه د سلواغې ٢٦ د فبروري ١٥ ) پاکستا ن ته لاړ شي . د افغانستان ولسمشر به په دغه سفر کې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او د دغه هيواد لومړي وزير شوکت عزيز سره وگوري . ښاغلى کرزى به په دغه سفر کې د ترهگرۍ په وړاندۍ د مبارزې د سختوالي او په سيمه کې د زياتو همکاريو د ټينگښت په اړه د هغه ځاى د چارواکو سره وغږيږي . له ښاغلي کرزي سره په دغه سفر کې د کابينى ځيني غړي ، د مشرانو او ولسي جرگو استازي او د ځينو ولايتونو واليان هم شامل دي . د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر عبدالله له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې د دغه سفر نيت لا پخوا شوى وو . ښاغلي عبدالله وويل چې افغانستان به له پاکستان سره د ترهگرۍ په برخه کې د لا زياتې همکارۍ په باب خبرې وکړي . د افغانستان د دولت وياند کريم رحيمي نن ( د سلواغې ٢٥ د فبروري ١٤ ) په يوې خبري غونډې کې وويل چې ولسمشر کرزى به پاکستان ته په خپل دغه سفر کې د سيمې په امنيتي او اقتصادي مسايلو د نوموړي هيواد چارواکو سره خبرې اترې وکړي . همدارنگه ښاغلي رحيمي د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې وروستي بريدونه د افغانستان د خلکو د دښمنانو کمزوري وبلله . ولسمشر کرزى به پاکستان ته په خپل سفر کې د هغه هيواد په پوځي اکاډمۍ سرتيرو او افسرانو ته وينا وکړي همدارنگه په پام کې ده چې د پاکستان ځينو سواداگرو او خصوصي متشبيثينو سره هم وگوري . په پاکستاني رسنيو کې خبر ورکړل شوى چې ولسمشر کرزى به چارسدې ته هم ځي چې د مخکښه پښتون سياستوال خان عبدالولي خان فاتحه وکړي . ښاغلي کرزى پاکستان ته سفر په داسى حال کې سفر کوي چې په دې وروستيو کې د پاکستان پولو ته نژدې ولايتونو کې نا کرارۍ زياتې شوي او د افغانستان چارواکي وايي چې ترهگر او ورانکاران د پولي له هغې ډډې راځي . | ورسره تړلي نور خبرونه د پاکستان لومړى وزير شوکت عزيز کابل ته ورسيد24 جولاى, 2005 | خبرونه ولسمشرکرزى لندن ته روان دى 18 جولاى, 2005 | خبرونه حامدکرزى به له جورج بوش سره گوري 22 مۍ, 2005 | خبرونه افغان ولسمشر حامد کرزى د امريکا متحدو ايالتونو ته رسيدلى دى21 مۍ, 2005 | خبرونه ولسمشر کرزى له پاکستاني مشرانو سره د خبرو لپاره پاکستان ته تللى دى22 مارچ, 2005 | خبرونه ولسمشر کرزى سعودي ته روان شو 18 فبروري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||