 |  کرزى له پاکستان سره ټينگې کلتوري او تجارتي اړيکي غواړي | د افغانستان ولسمشر حامد کرزى له پاکستاني مشرانو سره د خبرو لپاره پاکستان ته تللى دى. ټاکل شوې چې په دغه څلوريشت ساعته سفر کې ښاغلى کرزى له خپل پاکستاني انډول سره وگوري او د توريزم او کلتور په برخو کې يو لړ تړونونه لاسليک کړي. د بېلگې په توگه يو تړون به دا وي چې د پاکستاني ښارونو پېښور او کوټې تر منځ د افغانستان د جلال آباد او کندهار د ښارونو تر منځ د بسونومخامخ تگ راتگ پيل شي. تېره اونۍ په افغانستان کې د متحده ايالتونو د پوځ قوماندان ډېوېد بارنو وويل چې د اسلام آباد دا خبرې بايد د طالبانو د پخوانيو مشرانو د نيولو پر مسلې هم ورټولې وي، چې گومان کيږي په پاکستان کې پټ وي. |