BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:58 گرينويچ 2005 ,18 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسمشرکرزى لندن ته روان دى
News image
ښاغلى کرزى به د ټولې نړۍ د مسلمانانو او د برتانيې د مسلمانانو لپاره پيغام ولري.
دى به د اوسامه بن لادن او القاعدې شبکې په وړاندې مخامخ خبري وکړي.

په کابل کې افغان لوړ رتبه چارواکو بي بي سي ته ويلي چې هغه مسلمانان چې د اوسامه بن لادن د نظريو تعقيبول غواړي ، دوى بايد افغانستان ته وگوري چې هلته څه وشول. دا به هغه څرگندونې وي چې ښايي ښاغلى کرزى يې په لندن کې وکړي.

يوه چارواکي چې دخپل نوم له څرگندولويي ډډه وکړه وويل ښاغلى کرزى به د چارشنبې په ورځ د لندن په يوه جومات کې دغه پيغام ورکړي.

په لندن کې د چادونو راهيسې دى لومړنى مسلمان مشر دى چې په بيړه لندن ته روان دى نو ځکه دا حتمې وه چې د ترهگرۍ د گواښ په اړه به خبرې وکړي. افغان چارواکي وايي چې ښاغلى کرزى د خپل هيواد د وروستۍ تاريخ له امله د دې مسلې په اړه ډير جدي احساس لري.

دى باور لري چې د ترهگرۍ او سخت دريځۍ په اړه دى بې سارې تجربه لري . دى به دسه شنبې په ورځ خپل رسمي سفر د لومړي وزير ټوني بلير سره په ليدو پيل کړي.

دواړه مشران پلان لري چې لس کلن امنيتې او اقتصادي تړون لاسليک کړي چې اوسنۍ ښې اړيکې لا نورې ټينگې کړي. داسي باوري کيږي چې دا تړون د هغې سټراټيژيگې ملگرتيا له موافقې سره سمون خوري دى چې افغان حکومت د مۍ په مياشت کې له امريکا سره لاسليک کړى وو.

ښاغلى کرزى به وروسته د بکنگهم په ماڼۍ کې له ملکې دوهمې اليزابتې سره په يوې ميلمستا کې گډون وکړي ، وروسته به د بکنگهم ماڼۍ ته نژدې دوليعد چارلز په ميلمستا کې گډون وکړي. چارواکي وايي چې ولسمشر د شهزاده چارلز د ټولنيزو مسلو په اړه دريځ ته په درنه سترگه گوري. دى به د ماسپښن پر چايو باندې له شهزاده سره خبري اتري وکړي.

چارشنبه دولسمشرکرزي د سفر مهمه ورځ ده. دى به په دې ورځ د لندن مرکزې جومات ته ځي او هلته به وينا کوي. دا نه ده څرگنده چې نور څوک هلته بلل شوي دي ؟ خو تمه کيږي چې په برتانيه کې د مسلمانانو يو شمير مشران به هم هلته حاضر وي.

د ده د سفر پر مهال به سخت امنيتي گامونه پورته شوي وي. د نوموړي سلا کارانو د ښاغلي کرزي د سفر په اړه څه انديښنې درلودې. دا دريم ځل دى چې تر ولسمشرکيدو وروسته ښاغلى کرزى برتانيې ته سفر کوي.

چارواکو وويل چې دى غواړي چې مسلمانانو ته ووايي چې د ده په خبره زموږ پر نامه چې کوم ظلمونه شوي زموږ مذهب يې بد نام کړى دى او بايد داچارې ودريږي . افغانستان چې اوس هم دلسيزو جگړو او گډوډۍ څخه راوزي ، ځانگړې تجربه لري او ډير ځواکمن لوست ورکوي.

اسامه بن لادن پر يو داسي ملک واکمنې کوله چې په زرگونو خلگ له لوږې پکې مړه کيدل.
کرزى
ده وويل دغه تجربه بايد ټولو مسلمانانو ته ووايي چې اوسامه بن لادن پر يو داسي ملک واکمنې کوله چې په زرگونو خلگ له لوږې پکې مړه کيدل.

خو دا گوښې خبره ده چې څوک به افغان مشر ته غوږ ونيسي او کنه؟ په هيواد کې دننه او بهر گوت نيوونکو دى لا پخوا د لويديځ گوډاگى بللى دى. دى به ښايي تورن شي چې په دې ډول سخت دريځ سره بيا غواړي چې لويديځ خوشحاله کړي.

خو افغان چارواکو استدلال کړى چې هيڅوک د ولسمشر کرزي او دا چې افغانستان يو مسلمان هيواد دى، اعتبار نشي چيلنج کولى.

يوه چارواکي وويل : موږ په ټول تاريخ کې تر هرچا زياته د اسلام لپاره جگړه کړې ده.
ده وويل د اسلام لپاره يې ډيرې قربانۍ ورکړې دي . ده د شوري اتحاد د نيواک پرمهال مبارزې ته اشاره کوله. چارواکي زياته کړه چې ښاغلى کرزى په خپله يو کلک مسلمان دى.

که ښاغلى کرزى د لندن په جومات کې له کومې مقابلې سره مخامخ شي نو دا به د ده لپاره له خلگو سره مخامخ تماس وي ځکه دى په افغانستان کې د سختو امنيتي گامونو له امله په عمومي ډول له ډيرو خلگو سره نشي ليدلى . دى کله نا کله له کابل څخه به ر وزي . پر ده باندې څو مرگوني بريدونه شوي دي . نو ځکه پر ده د حملو خطر ډير زيات دى. د ترهگرۍ پر ضد د ده د مشهور دريځ يو بل خطر دادى چې دى به ښايي اوس لا نور په نښه کيږي.

په راتلونکو څو ورځو کې به دى برتانيې ته پام کوي . خو چارواکو وويل د ده پيغام يوازي تر برتانيې پوري نه محدوديږي بلکې دى به د چارواکې په خبره د ټولۍ نړۍ مسلمانانو ته وينا کوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت